د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې لخوا د څېړنیز ظرفیت لوړولو درې ورځنی ورکشاپ پیل

farau_admin
Sat, Nov 11 2023 3:57 PM
photo

 په ۱۳ / ۸ / ۱۴۰۲ نېټې  چې د ۲۰ / ۴ / ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې لخوا د څېړنیز ظرفیت لوړولو درې ورځنی ورکشاپ د دولتي او خصوصي مؤسسو استادانو، علمای کرامو، ذی‌نفعو اداراتو، د څلورمو ټولګيو محصلانو او عامو څېړونکو لپاره پیل سو. 
د دې ورکشاپ پرانیست‌غونډه د قرآن‌کریم په مبارکو آیتونو سره پیل سوه، وروسته د علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني ګډون‌والو ته وینا وکړه او وویل: څېړنه یوې ټولنې ته پایښت ورکوي او د پرمختګ په لور یې وړي؛ نو هر استاد، څېړونکی او محصل باید د ټولنې ستونزې په ګوته کړي او د څېړنې له لارې دغو ستونزو ته حل‌لارې پیدا کړي. 
وروسته ښاغلي پوهاند غلام رسول صمدي د دریځ سر ته راغی او وویل: د پوهنتون د استاد دوې اساسي دندې دي: یو تدریس او بله څېړنه ده، چې دا دواړه باید په موازي توګه مخته یوسي. همدارنګه ښاغلي پوهاند صاحب د څېړنې د ارزښت په اړه ګټورې خبرې وکړي. 
په وار سره د ولایت مقام استازي ښاغلي آغاولي جلالي وینا وکړه، چې له دې نه وروسته یاد څېړنیز ورکشاپ د ښاغلي پوهنیار کاظم نېکزاد لخوا پیل سو. 
د یادونې وړ ده، چې دا ورکشاپ د درو ورځو په موده سره په بېلابېلو سرلیکونو کې د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار کاظم نېکزاد او د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلی پوهنیار حشمت الله ساراني لخوا به پر مخ ولاړ سي.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS