د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې لخوا د څېړنیز ظرفیت لوړولو درې ورځنی ورکشاپ پیل
په ۱۳ / ۸ / ۱۴۰۲ نېټې چې د ۲۰ / ۴ / ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې لخوا د څېړنیز ظرفیت لوړولو درې ورځنی ورکشاپ د دولتي او خصوصي مؤسسو استادانو، علمای کرامو، ذینفعو اداراتو، د څلورمو ټولګيو محصلانو او عامو څېړونکو لپاره پیل سو.
د دې ورکشاپ پرانیستغونډه د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره پیل سوه، وروسته د علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني ګډونوالو ته وینا وکړه او وویل: څېړنه یوې ټولنې ته پایښت ورکوي او د پرمختګ په لور یې وړي؛ نو هر استاد، څېړونکی او محصل باید د ټولنې ستونزې په ګوته کړي او د څېړنې له لارې دغو ستونزو ته حللارې پیدا کړي.
وروسته ښاغلي پوهاند غلام رسول صمدي د دریځ سر ته راغی او وویل: د پوهنتون د استاد دوې اساسي دندې دي: یو تدریس او بله څېړنه ده، چې دا دواړه باید په موازي توګه مخته یوسي. همدارنګه ښاغلي پوهاند صاحب د څېړنې د ارزښت په اړه ګټورې خبرې وکړي.
په وار سره د ولایت مقام استازي ښاغلي آغاولي جلالي وینا وکړه، چې له دې نه وروسته یاد څېړنیز ورکشاپ د ښاغلي پوهنیار کاظم نېکزاد لخوا پیل سو.
د یادونې وړ ده، چې دا ورکشاپ د درو ورځو په موده سره په بېلابېلو سرلیکونو کې د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار کاظم نېکزاد او د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلی پوهنیار حشمت الله ساراني لخوا به پر مخ ولاړ سي.