د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کرهڼې پوهنځي محصلانو د څیړنیزو برخو کښت او عملي کار!

media_admin
Sat, Jan 25 2025 9:22 AM
څیړنیز پروژې

د کرهڼې اهمیت او په بيلابيلو برخو کې د هغې د پراختیا او څیړنو اړتیا ته په پام سره د کرهڼې پوهنځي څیړنیز فارم د محصلانو لپاره د زده کړې او څیړنې شرایطو د اسانتیا په موخه، د استادانو د لارښوونې لاندې بيلابيلي څیړنیز پروژې پیل کړې دي. دغه څیړنیز پروژې د اګرانومي څانګې څلورم ټولګي محصلانو او نورو محصلانو لپاره په بيلابيلو کرهڼېزو برخو کې ترسره کېږي.

دغه پروژې عبارت دي له:
۱
د دامي امونیم فاسفیت او پوتاشیم سلفیټ کود د بیلابیلو مقدارونو اغیزه په اګرانوميکي ځانګړتیاوي د اوربشې نبات په حاصل باندې په فراه ولایت کې د اقلیمي شرایطو پر بنسټ.
۲
د یوریا کود، دای امونیم فاسفیت او پوتاشیم سلفیټ اغیزه د اوبو غنمو په حاصل باندې د فراه ولایت په اقلیمي شرایطو کې.
۳
د دای امونیم فاسفیت کود د بيلابيلو مقدارونو اغیزه د شفتلو نبات په حاصل باندې د فراه ولایت په اقلیمي شرایطو کې.
۴
د نایتروجن کود د بيلابيلو مقدارونو اغیزه په غنمو نبات د نانوایۍ کیفیت او حاصل باندې په فراه ولایت کې.

د يادو پروژو موخه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو علمي او عملي مهارتونه لوړول دي تر څو په بيلابيلو کرهڼېزو برخو کې ګټورې پایلې ترلاسه شي او د کرهڼېزو تولیداتو د ښه والي لپاره مرسته وشي.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS