پوهنځی تعلیم و تربیه
د ښوونی او روزنی پوهنځی لنډه پېژندنه
د ښوونی اوروزنی پوهنځی په ۱۳۹۱ کال کي تاسیس شويده چي په پیل کې 20 تنو جدید الشمول محصلانو د ریاضی- فزیک او کیمیا - بیولوژی په ځانګو کی جذب اونوم لیکنه کړي وه او د ۶ تنو استادانو په واسطه تدریس کيدل، اما نن ورځ ۸۹۴ تنه (۷۱۷ تنه روزانه، ۱۷۷ تنه داخل خدمت) محصلین چي له هغه جملې څخه ۵۴۲ تنه ښځينه محصلانی او ۳۵۲ نارینه محصلان د همدې پوهنځي په آتو ځانګو (کیمیا، بیولوژي، ریاضی، فزیک، دری ادبیات، پښتو ادبیات، انګلیسی ادبیات، ثقافت او اسلامی علوم)کی د سهار او ماسپښین په دوه وختونو کی په لوړو زده کړو بوخت دي چي د ۴۳ تنو استادانو لخوا ورته تدریس کيږي.
د ښووني او روزني پوهنځی د بيلابيلو څانګو ۸ دیپارتمنتونو لرونکې ده چی د ساینسی علومو برخه کې ریاضی، کیمیا، بیولوژی ، فزیک څانګې، دژبو اوادبیاتو برخه کې پشتو، دری، انګلیسی، ادبیاتو څانګې، د اجتماعي علومو برخه کي اسلامی ثقافت څانگو کی دګران هیواد افغانستان لپاره مسلکی ښوونکی اوکادرونه روزی. دښوونی او روزنی په چوکاټ کی د شپی پوهنځی د۱۴۰۰ کال د سنبلي په مياشت کی خپل فعالیت په رسمی ډول پیل او دریاضی، کیمیا، بیولوژی، پښتو ادبیات ، انګلیسی ادبیات اودري ادبياتو په دیپارتمنتونو کی ددولت هغه مامورین چی دځینو ستونزو له کبله دلوړو زده کړو دنعمت څخه بی برخی وه د لوړو زده کړو زمينه مساعده کړه او همدارنګه په داخل خدمت ټولګیو کی دڅوارلسمو ټولګیو هغه فارغان چی داختصاصی ازموینی څخه وروسته لوړو زده کړو ته لار موندلی په مختلفو ټولګیو کی زده کړی سرته رسوی.
د ښوونی او روزنی پوهنځی داستادانو دمسلکی ظرفیت دارتقا د لوړولو په منظور هلی ځلی روانی دی.او په پام کې ده چې د استادانو د مسلکی پرمختیا یوه خونه په کمپیوتر او انتر نیت مجهزه فعاله او دوی ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړل شي ترڅو استادان د عصری تکنالوژی څخه په ګټی اخيستنی د هیواد او دنړی دنورو پوهنتونو دتحولاتو اوپرمختیا څخه په وخت اوزمان خبر او خپله علمی ذخیره نوره هم بډایه او خپلو محصلانو ته دښه چوپړ مصدر وګرځی.
د ښوونی او رروزنی پوهنځی دخپلو استادانو دعلمی ظرفیت دلوړلو په منظور ۱۲ تنه استادان دماستری پروګرام لپاره دنړی مختلفو هیوادونو ته لیږلی، دوو تنواستادانودهیواد پلازمینی کابل او ننګرهار ولایت کی دماستری پروګرام پر مخ وړي او همدارنګه ددکتورا په کچه لوړ تحصیل لپاره هم ۱ تن استاد بهر ته لیږلی دی.
ددي پوهنځی استادان هره ورځ د پلان او درسی مهال ويش سره سم د خپل تدریس مقدسه دنده په بريالي توګه مخته بيايي او سربيره پر دي د تدریسی، اداری ،د پوهنځی دعلمی شوراپه غونډو او مجالسو کی فعاله برخه اخلي.
( لر ليد) ( Vision )
د پوهې او علم په ډګر کې د پياوړي او سيکمن فکري بدلون او پرمختګ راوستل. چي د تدريس پروسه په عصري ډول مخ ته ولاړه شي، با تجربه مسلکي کادرونه به تکميل وي دمحصلانو لپاره د زده کړي ښه شرايط به برابروي. په اکادميک لحاظ پوهنځى به د پوهنتونو سره دتوآميت تړونونه ولري او دښه امنيت د تامينولو په صورت کي به د پوهنځى چاپيريال ښه سمسوره وي دمحصلانو او استادانو هغه آرزوګاني د ښه راتلونکي ژوند لپاره به ترسره شي. دښه خدماتو تامين د بدني روزني امکانات برابرول لايق فعال او مسلکي کادرونو درلودل. باتجربه پوه او مسلکي استادان روزل او د معارف په چوپړکي و ړاندي کول.
رسالتونه : ( Mission )
د افغاني ټولنې لپاره د پياوړي او تکړه ښوونيز قشر روزنه او د ګټور ښوونيز سيستم ايجاد. ټولنه کي د ښووني او روزنې د ارزښت د لوړولو په منظور داستادانو د مسلکي ظرفيت او دهغو د ژوند ښه والي لپاره هلي ځلي کول او دګډي همکاري پراساس د هر اړخيز پرمختګ لپاره د لا زياتو امکاناتو لټول او دهغو څخه ګټه اخيستل زموږ اساسي رسالتونه دي .
بنسټيز ارزښتونه: (Fundamental Values)
- د ملي، اسلامي شؤناتواوقوانينو درناوی
- دمسوليت احساس
- د ولس د معنوي او مادي پرمختګ او ودې لپاره ټينګ هوډ
- د خپلې پوهې په مرسته نورو ته ګټه رسونه
- د ژورو علمي څيړنو او نوښتونو لور ته پاملرنه
- د خپل فرهنګ او دودونو وده او پراختيا
- د ټولنې د راتلوونکو نسلونو د ښوونې او روزنې د درانه مسوليت احساس
- ډله ايز کار او یو له بل سره همکاري
- اخلاقي ارزښتونه
- مسلکي علمي پوهې سره مينه لرل
- د تبعيض څخه ډډه کول
د استادانو او محصلانو ترمنځ احترام اوحسنه روابط