د روژې اړوند مسائلو په موخه عمومي غونډه

farau_admin
Wed, Apr 05 2023 10:33 PM
farau

نن چهار شنبه د  ( ۱۴۴۴ ه ق) کال د رمضان المبارک پر ۱۴ مه نېټه د فراه لوړو زده کړو موسسې د کنفرانسونو او غونډو په تالار کې د امر بالمعروف او شکایاتو اوريدو رياست له لوري د مفتي عبدالاحد منيب په مشرۍ د روژې اړوند ګټورو مسايلو  د روښانتيا په موخه عمومي غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د فراه لوړو زده کړو موسسې ښاغلي رئيس مفتي سميع الله حقاني, د علمي او محصلانو چارو معاون, مالي او اداري معاون, د پوهنځيو رئيسانو, د څانګو امرينو, استادانو او ادري کارمندانو ګډون کړی و.

 غونډه د حافظ مولوي عبدالنافع منيب له لوری د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د ياد ولايت د امر باالمعروف غړي مفتي عبدالاحد منيب له لوري د غونډې ګډونوالو ته د روژې په فرضيت, قضا, کفاره,  مستحباتو, مکروهاتو,  تراويح, قيام اليل او د روژې اړوند نورو ګڼو موضوعاتو باندې د قرانکريم او احاديثو په رڼا کې هر اړخيز بحث وشو. نوموړي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دغه شرعي او ديني  مسایل د يو مسلمان لپاره خورا اړين دي, چې په دې برخه کې زموږ موخه د ذهنيتونو روښانه کول دي تر څو د پوره ثواب مستحق شي.غونډه په دعا سره پای ته ورسيده.

د نشراتو او فرهنګي مرکزي کمېټه

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS