د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس په مشرۍ د مدیرانو او مامورینو عمومي غونډه تر سره شوه!

farau_admin
Wed, Apr 12 2023 8:44 AM
farau

د دوشنبې ورځ د ( ۱۴۴۴ه.ق ) کال د رمضان المبارک مياشتې پر (۱۹) نېټه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د ریاست په دفتر کې د مدیرانو او مأمورینو عمومي غونډه تر سره شوه. 
غونډه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د ښاغلي رئيس مولوي سميع الله احمدي په مشرۍ تر سره شوه, چې په غونډه کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنيار عبدالبصير رحماني, د څلور ګونو پوهنځيو مدیرانو, مأمورینو او نورو اداري غړو ګډون کړی و. 
غونډه د قرآن‌کريم په مبارکو آياتونو پيل شوه, ورپسې د یادې مؤسسې د ټولو مدیرانو، مأمورینو او نورو اداري کارکوونکو د پيژندنې په اړه لنډ معلومات وړاندې شول. 
له پېژندنې وروسته د يادې مؤسسې  ښاغلي رئيس مولوي سميع الله احمدي د اجنډا سره سم خبرې پيل کړې, نوموړي په پيل کې د غونډې ګډونوالو ته د خپلو زده‌کړو او کاري سابقې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
نوموړي پوهنتون د زده‌کړو ځای وباله او دا يې څرګنده کړه، چې دلته زموږ  اصلي هدف تدريس او د يو سوکاله او سرلوړي افغانستان لپاره په بيلابيلو برخو کې د کادرونو وړاندې کول دي, چې د دې هدف تر لاسه کول د یو سالمه مدیریت په واسطه په لاس راځي.  
همدارنګه يې ديني  او عصري  زده‌کړې  ضروري وبللې او څرګنده يې کړه، چې په دې برخه کې بايد په ګډه هڅې وکړو او د هر ډول تعصب, کرکې او ډلو ټپلو څخه ځان وساتو, ځکه چې ډلې ټپلې, تعصب او کرکه د نظام ريښې وچوي او موږ نه پريږدي، چې خپلو اساسي اهدافو ته ځانونه ورسوو. 
همدارنګه يې تاکيد وکړ چې ټول بايد په ګډه د نظام د بقا او پرمختګ لپاره مټې رابډ وهو او د يو سوکاله, سرلوړي او اسلامي نظام ته پاپند حکومت په وړاندې خپل حق پر ځای کړو.
د غونډې په پای کې د ښاغلو ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل شول او د حل کولو ټېنګه ژمنه یې وشوه.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS