پکتیا پوهنتون ته د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، د اقتصاد پوهنځي رئیس او دوو تنو استادانو علمي سفر؛

farau_admin
Wed, Nov 01 2023 3:34 PM
Photo

د پنج‌شنبې په ورځ د (۱۴۰۲ل) کال تلې/مېزان مياشتې پر ( ۱۹مه) نېټه مولوي سمیع الله حقاني د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس، پوهنيار عبدالبصير رحماني د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهنیار محمد رسول همتي د اقتصاد پوهنځي رئیس، پوهنیار احمدضیا نوري د ملي اقتصاد او ادارۀ تجارت څانګو آمر او نوماند پوهنیار محمد عظیم نورزاد د ادارۀ تجارت څانګې استاد؛ د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې له لوري پکتیا پوهنتون د اقتصادي پرمختیا په لومړني ملي کنفرانس کې ګډون وکړ، چې نوموړی ملي کنفرانس د پکتیا اما/رتي پوهنتون په کوربه‌توب او د لوړو زده‌کړو وزارت په همغږۍ سره ترسره سوی و.
په دې ملي کنفرانس کې د اقتصادي ودې د لاپیاوړتیا په اړه د ا.ا.ا د کابیني زیاتو محترمو غړو هر یو شیخ الحدیث والتفسیر مولوي ندا محمد ندیم د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر، الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د ملا عبدالغني برادر استازي، مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پطرولیم سرپرست وزیر، الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد سرپرست وزیر، مولوي حبیب الله د معارف سرپرست وزیر، دوکتور لطف الله خیرخواه د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین، مولوي صدر اعظم د کرنې او اوبو لګولو وزارت معین، همدارنګه نورو وزارت‌خانو او زیات شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي مؤسساتو ګډون درلود.
پکتیا پوهنتون د اقتصادي پرمختیا په لومړني ملي کنفرانس کې د یاد پوهنتون د علمي بورډ له‌خوا (۱۲۰) علمي مقالې غوره شوې وې، چې په یاد کنفرانس کې (۵۶) مقالې ارائه او چاپ، (۳۱) علمي مقالې یوازې چاپ سوي او پاتې نورې مقالې چې معیارونه یې بشپړ نه وه، د تایید وړ ونه‌ګرځېدل. د یادونې وړ ده چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري ارائه او چاپ‌سوو مقالو ته د نړۍوالو مقالو اعتبار او سند ورکړل سو.
کنفرانس ته د وینا پر مهال د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد ندیم د نوموړي ملي کنفرانس د جوړېدو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او د پکتیا پوهنتون څخه د مننې تر څنګ؛ د دغه ډول ملي کنفرانسونو جوړېدل یې اغېزمن وبلل.
وروسته په وار سره د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني خپله وینا پيل کړه او دا یې وويل: هېواد مو چې په کومه لیونۍ مینه آزاد کړ، اوس به یې په هماغه لیونۍ مینې آبادوو، ان‌شاءالله! 
همداسې د ملا عبدالغني برادر استازي، د معارف وزیر، د کانونو او پطرولیم وزیر، د نورو وزارت‌خانو وزیرانو او معینانو په ترتیب سره خبرې وکړې او یاد ملي کنفرانس یې ګټور او د وخت د غوښتنو سره سم وبلل.
پاته دې نه وي چې د اقتصادي پرمختیا په یاد لومړني ملي کنفرانس کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې درو تنو استادانو هر یو پوهنیار محمد رسول همتي د اقتصاد پوهنځي رئیس او د ملي اقتصاد څانګې استاد خپله نړۍواله مقاله د (نقش آموزش تحقیق‌محور بر فرصت‌های شغلی و توسعه‌ی اقتصادی در جامعه - مطالعه‌ی موردی: مرکز ولایت فراه) تر سرلیک لاندې، پوهنیار احمد ضیا نوری د ملي اقتصاد څانګې استاد خپله نړۍ‌واله مقاله د (احداث بند بخش‌آباد و اثرات اقتصادی آن بر ولایت فراه) تر سرلیک لاندې او نوماند پوهنیار محمد عظیم نورزاد خپله نړۍ‌واله مقاله (بررسی مشکلات بازاریابی محصولات زراعتی ګل‌خانه‌یی و اثرات آن بالای عواید ګل‌خانه‌داران - مطالعه‌ی موردی: ګل‌خانه‌داران ولایت فراه) تر سرلیک لاندې ټولو ګډون‌والو ته وړاندې کړل. 
د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د درو تنو استادانو نړۍوالې مقالې د لوړو زده‌کړو وزارت او پکتیا پوهنتون د علمي بورډ له مخې تایید او د نوموړو استادانو ارائې یې هم مثبت وارزول.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

Latest news

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

Mon, Mar 02 2026 11:27 AM
Background image

An Educational Seminar Titled “The Virtues of Reciting the Holy Qur’an in the Blessed Month of Ramadan” Held at Farah University

The Da’wah and Guidance Directorate of Farah University organized an educational seminar at the university mosque under the title “The Virtues of Reciting the Holy Qur’an in the Blessed. . .

Thu, Feb 26 2026 10:13 AM
Background image

The Series of Research Proposal Presentations by Students of the Faculty of Agriculture Has Commenced

The series of research proposal presentations by fourth-year students of the Departments of Agricultural Economics and Development, and Agronomy at the Faculty of Agriculture of Farah. . .

BACK TO NEWS