د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي - څېړنیز ژورنال پیل په تړاو د مقالو ټولغوښتنې غونډه

farau_admin
Wed, Nov 01 2023 3:43 PM
Photo

شنبه د ( ۱۴۰۲ ل) کال د ميزان پر  (۸) مه نېټه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې په ورزشي جمنازيوم کې يادې مؤسسې د علمي - څېړنيز ژورنال د پيل په تړاو د مقالو ټولغوښتنې غونډه ترسره شوه، چې په کې د بېلابېلو ادارو رئيسانو، استادانو او زده‌کړيالانو ګډون کړی وو. 
غونډه د قاري صبغت الله نوري لخوا د قرآن‌کريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه. وروسته د فراه علمي- څېړنیز ژورنال مسؤل مدير ښاغلي پوهنیار جواد افغان وینا وکړه، د نوموړي په وينا په علمي او اکاډميکو ډګرونو کې د څېړنې ارزښت ته په کتو يې په ياده مؤسسه کې د څېړنيز ژورنال د پيل لپاره هڅې وکړې تر څو د ياد علمي ژورنال د فعاليت جواز د لوړو زده‌کړو وزارت څخه تر لاسه او په عملي ډول يې په فعاليت پيل وکړي. 
د نوموړي د دې علمي- څېړنیز ژورنال څخه موخه د استادانو او څېړونکو د څېړنو خپرول ياد کړل او په پای کې يې د ښاغلي وزیر صاحب شیخ ندا محمد ندیم او د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس مولوي صاحب حقاني څخه مننه وکړه، چې د دې مجلې په فعالولو کې هڅې او هلې ځلې کړي دي. 
وروسته د علماوو شورا مالي او اداري مرستیال ښاغلي شیخ الحدیث والتفسیر مولانا عبدالقوي حقاني د غونډې ګډون‌والو ته وینا وکړه، نوموړي  خپلو خبرو کې وویل: یوه ټولنه بغیر له څېړنې پرمختګ نسي کولای او محقق باید د ټولنې اړتیا او شرایطو ته په کتو څېړنه وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولوي عبدالحی سباوون هم د علم او څېړنې د ارزښت په هکله خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني وینا وکړه، ښاغلي حقاني ټولو راغلو مېلمنو، استادانو او محصلانو ته ښه راغلاست ووايه او ياد ژورنال يې د مؤسسې لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله. نوموړي  د اسلام له اړخه د څېړنې په ارزښت علمي خبرې وړاندې کړې.
د غونډې په پای کې هغه کسانو ته ستاينلکونه ورکړل شوه، چې د ياد ژورنال لپاره يې هلې‌ځلې کړې وې. 
یاده غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي نعمت الله انصاري د خیر په دعایې سره پای ته ورسېده.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

Latest news

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

Mon, Mar 02 2026 11:27 AM
Background image

An Educational Seminar Titled “The Virtues of Reciting the Holy Qur’an in the Blessed Month of Ramadan” Held at Farah University

The Da’wah and Guidance Directorate of Farah University organized an educational seminar at the university mosque under the title “The Virtues of Reciting the Holy Qur’an in the Blessed. . .

Thu, Feb 26 2026 10:13 AM
Background image

The Series of Research Proposal Presentations by Students of the Faculty of Agriculture Has Commenced

The series of research proposal presentations by fourth-year students of the Departments of Agricultural Economics and Development, and Agronomy at the Faculty of Agriculture of Farah. . .

BACK TO NEWS