د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د (وخت ارزښت او اهميت) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي لخوا د يادې مؤسسې استادانو ته د (وخت ارزښت او اهميت) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو.
سمينار د قرآن کريم څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو.
وروسته نامزد پوهنيار امان اللّٰه المصاحب د وخت تعريف، د وخت ارزښت د فلسفې او دانشمندانو څخه، د وخت ارزښت د غير مسلمانانو څخه، د اهل علم له نظره د وخت ارزښت او قدر، وخت يو عمومي نعمت دی، د وخت ضايع کول ځان وژنه ده او د وخت ساتنې څو مهم اصول (نظام الاوقات، صحت او احتساب) په اړه ګډونوالو ته هراړخيزه معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې يې ځواب کړي.