د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د ۱۴۰۳ کال کلني عملياتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبيق!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د تطبیق، تدوین او څارنې کمېټې لخوا د ټاکل شوي هئیت د چمتو شوي تفصیلی راپور پر بنسټ د يادې پوهنځي د ١٤٠٣ کال کلني عملیاتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبیق شوی، دا سلنه ښيي چې ددي پوهنځي د اداری کارکونکو، کادری غړو او همدارنګه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د ریاست د ګډو هڅو او همکاریو پایله ده چی نوموړي پوهنځي د ١٤٠٣ کال ټاکل شوو موخو ته ورسيده.