فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه

media_admin
Wed, Feb 25 2026 10:08 AM
د کرنې پوهنځي محصلانو د پروپوزلونو دفاع

په فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د کرنې پوهنځي مرستیال، پوهنيار عصمت‌الله حیدري د څېړنې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې په فراه ولایت کې د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د کاربردي څېړنیزو پروژو ترسره کول ځانګړې اړتیا ده. نوموړي د ټولنې او پوهنتون ترمنځ د اغېزمنو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د محصلانو څېړنې باید د بزګرانو له واقعي اړتیاوو سره سمون ولري، څو عملي پایلې ولري.

ورپسې د څېړنو او علمي مجلې آمر، پوهنيار محمدحسین میاخېل، په لوړو زده کړو بنسټونو کې د څېړنو پر مقام او ارزښت خبرې وکړې او د پراختیايي پروژو رول یې د علمي بنسټونو د پرمختګ او ټولنیز بدلون په بهیر کې مهم وباله.

په پای کې، محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د ژورې پلاوي تر علمي ارزونې او څارنې لاندې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Feb 26 2026 10:13 AM
Background image

The Series of Research Proposal Presentations by Students of the Faculty of Agriculture Has Commenced

The series of research proposal presentations by fourth-year students of the Departments of Agricultural Economics and Development, and Agronomy at the Faculty of Agriculture of Farah. . .

Sat, Jul 20 2024 8:37 AM
Background image

Auspicious News for the Esteemed, Scholarly, and Culturally-Inclined People of Farah Province!

The Farah Institute of Higher Education has, throughout the history of higher education in Afghanistan, competed with state and private universities and higher education institutions,. . .

BACK TO NEWS