فراه پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) ازموینه واخیستل شوه

PM_admin
Mon, Aug 31 2026 10:45 AM
اخذ امتحان رهنمود نماز

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) په اړه ازموینه واخیستل شوه.

د دې ازموینې موخه د اداري او خدماتي کارکوونکو د دیني زده‌کړو او معلوماتو د کچې ارزونه، د لمانځه د صحیح ادا کولو له عملي لارښود او د عقیدې له اړوندو موضوعاتو سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا رامنځته کول او د اسلامي زده‌کړو د پیاوړتیا لپاره د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول وو.

ازموینه د اړوندو مسؤلینو تر څارنې لاندې په منظم او شفاف ډول ترسره شوه او ګډونوالو د یادو درسي موضوعاتو په اړه د خپلې مطالعې او معلوماتو پر بنسټ د ازموینې پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.

د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو د دا ډول دیني او معلوماتي ازموینو ترسره کول د پوهنتون د کارکوونکو دیني پوهاوي د لوړولو او د اسلامي لارښوونو د لا ښه زده‌کړې او عملي کولو په برخه کې مهم وبلل.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS