فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د روان جفت سمستر نهایې ازمویني پیل کړي!
د ښوونې او روزنې پوهنځي کې هم د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د نورو پوهنځيو په څېر د جفت سمستر ازموینې د ازموینې کمېټې په مرسته پیل شوې.
د یادو ازموینو له بهیر څخه د پوهنتون رئیس م. سمیع الله حقاني او د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد یزدان پرست لیدنه او څارنه وکړه، چې محصلانو ته یې د ازموینو لپاره په پوره چمتوالي ټینګار وکړ او په وینا یې هیچا ته به په ازموینو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي. دا آزموینې ټولټال درې اوونۍ په بر کې نیسي.
1445/11/10 ه ق
نشراتو او فرهنګي کمېټه