د علمي او محصلانو چارو معاونیت
فراه پوهنتون د لوړو زدهکړو یو علمي او اکاډمیک بنسټ دی چې ټولنې ته د علمي او تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو په موخه فعالیت کوي. د علمي او محصلانو چارو معاونیت د خپلو سپارل شوو دندو او مسئولیتونو د ترسره کولو لپاره په بشپړې ژمنتیا، مسئولیتپالنې او مسلکي روحیې کار کوي، څو د فراه پوهنتون او د لوړو زدهکړو وزارت ټاکل شوې ستراتیژیکې موخې ترلاسه شي.
دغه معاونیت د تدریسي او تحصیلي چارو د ښهوالي، پراختیا او معیاري کولو په موخه ستراتیژۍ، پالیسۍ، لوایح، طرزالعملونه، لارښودونه او اړین میکانیزمونه ترتیب او تطبیقوي. همدارنګه هڅه کوي چې د یوه مناسب، روښانه او علمي چاپېریال په رامنځته کولو سره د ځوان نسل د علمي ودې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
د علمي او محصلانو چارو معاونیت د محصلانو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه کوي او د هغوی د علمي او اداري ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کوي. همدارنګه هغه علمي او اداري طرحې او پروګرامونه چې د لوړو زدهکړو وزارت او د پوهنتون د رهبرۍ له لوري سپارل کېږي، د ټاکل شویو پلانونو له مخې عملي کوي.
فراه پوهنتون د کیفیت لوړونې او اکاډمیک اعتبار اخیستنې په برخه کې د کیفیت د تضمین لومړی پړاو په بریالیتوب سره د ۸۳.۳ سلنه نمرو په ترلاسه کولو بشپړ کړی او د افغانستان په کچه یې لومړی مقام خپل کړی دی. له همدې امله د فراه پوهنتون رهبري، په ځانګړي ډول د علمي او محصلانو چارو معاونیت، هڅه کوي څو د لوړو زدهکړو وزارت څخه بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړي او فراه پوهنتون د هېواد له معتبرو علمي بنسټونو څخه وګرځوي.
د علمي او محصلانو چارو معاونیت تل هڅه کوي چې د خپلو مجربو علمي او اداري کارکوونکو په مرسته محصلان په اسلامي او ملي روحیه وروزي او هغوی ته داسې زدهکړهییز چاپېریال برابر کړي چې د معاصر عصر غوښتنو ته ځواب ویونکی وي. موخه یې دا ده چې داسې ځوان، متخصص او متعهد کادرونه وروزي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو درناوی وکړي، د ټولنې ستونزې درک کړي او د صداقت، مسئولیتپالنې او امانتدارۍ له مخې د هېواد او خلکو خدمت وکړي.
د علمي او محصلانو چارو معاونیت تشکیلاتي جوړښت