د فراه پوهنتون لیدلوری، مأموریت، ارزښتونه او موخې

لیدلوری

فراه پوهنتون هوډ لري چې د تدریس، علمي څېړنو او د لوړ کیفیت لرونکو معیاري خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د مسلکي کادرونو په روزنه کې د هېواد په کچه د یوه معتبر، علمي او مخکښ پوهنتون په توګه خپل ځای تثبیت کړي.

 

مأموریت

فراه پوهنتون هڅه کوي چې د مسلکي او اخلاقي معیارونو په رڼا کې د ښوونې او روزنې، کرنې، اقتصاد، شرعیاتو او نورو علمي څانګو په برخه کې محصلانو، استادانو او کارکوونکو ته د نظري او عملي پوهې د ترلاسه کولو مناسب فرصتونه برابر کړي، څو هغوی د خپلې پوهې، نوښتونو او علمي څېړنو په مټ د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او امنیت په تأمین کې اغېزمن رول ولوبوي.

 

موخې او پروګرامونه

  • د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د لېسانس په کچه د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
  • د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې بهیر پیاوړتیا، ترڅو فراه پوهنتون په یوه معیاري علمي بنسټ بدل شي؛
  • د ټولنې د اړتیاوو له مخې د علمي او څېړنیزو پروګرامونو رامنځته کول او پراختیا؛
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ او بنسټیزو تأسیساتو کمّي او کیفي پراختیا، د پوهنتون د لا پرمختګ او ودې په موخه؛
  • له کورنیو او بهرنیو تحصیلي او غیرتحصیلي بنسټونو سره د همکاریو، تفاهم‌لیکونو او علمي اړیکو پراختیا؛
  • د متخصصو علمي کادرونو او اداري کارکوونکو زیاتول، ترڅو ټولنې ته اغېزمن علمي او څېړنیز خدمات وړاندې شي؛
  • د علمي کادرونو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د کیفیت د ښه‌والي او مسلکي کېدو په موخه.
 

ارزښتونه

  • اسلامي، ملي او اکاډمیکو ارزښتونو ته درناوی او د هغو ساتنه؛
  • ښه، اغېزمن او مسئولانه مدیریت؛
  • په ټولو چارو کې شفافیت او روڼتیا؛
  • د هر ډول فساد مخنیوی؛
  • له خلکو سره د اسلامي اصولو پر بنسټ نېک چلند او غوره اخلاق؛
  • دین‌پالنه، هېوادپالنه، وفاداري او د هېواد د لوړو زده‌کړو د ارزښتونو پر وړاندې ژمنتیا.
 

راتلونکي پروګرامونه

  • د لوړو زده‌کړو وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په رڼا کې د فراه پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان (۱۴۰۲–۱۴۰۶ هـ.ش) بشپړ او پر وخت تطبیق؛
  • د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې د ټولو پړاوونو بریالۍ ترلاسه کول؛
  • د فراه پوهنتون لا زیات پرمختګ او په بشپړ ډول د یوه معیاري لوړو زده‌کړو بنسټ په توګه تثبیت.