د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د کرهنې او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو، استادانو او کارکوونکو ته د امربالمعروف ریاست پلاوي او د یادې مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري ځانګړي اصلاحي ناسته!ه
د ۱۴۴۵ ه ق کال ربیع الثاني میاشتې پر ۲۴ نېټې باندې چې د ۱۴۰۲ل کال د لړم میاشتې له ۱۷ نېټې سره سمون خوري، د امربالمعروف ریاست او د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو او اداري کارکوونکو ته د دې مؤسسې په جومات کې او د کرهنې او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو ته په ورزشي او فرهنګي جمنازيوم کې په جلا جلا توګه اصلاحي غونډې ونیول سوې.
استادانو او اداري کارکوونکو ته د امربالمعروف ریاست پلاوي د اخلاص په اړه په مفصل ډول بیان وړاندې کړ.
د ماسپښین له لمانځه او اصلاحي بیان وروسته د شرعیاتو او کرهنې پوهنځيو محصلانو ته غونډه ونیول سوه. د دې غونډې په لومړي سر کې مولوي سمیعالحق "عاصم" محصلانو ته وینا وکړه، چې په وار سره د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي عبدالمالک هم عالمانه وینا وکړه.
نشراتو او فرهنګي کمیټه