د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد امر د معرفي غونډه!

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۵:۳۷
Photo

شنبه د (۱۴۴۵ه ق) کال د ربيع الثاني پر (۳) دريمه نېټه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد امريت  لپاره د نوي امر د معرفي غونډه تر سره شوه.  
 غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې سرپرست  مولوي عبدالنافيع منيب خبرې وکړې نوموړي د يادې موسسې د عوت او ارشاد پخواني امر مولوي شاه ولي الله  د کړنو ستاينه وکړه او د نوي امر مولوي سميع الحق عاصم د پيژندنې او زده کړو تر څنګ يې د دندې, مسؤلیت او امتياز په اړه مفصل بحث وکړ او په ادره کې يې تغیر او تبيدل د دولت اصل وګڼه.    
 ورپسې فراه لوړو زده کړو مؤسسې ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د راغلي مکتوب په اساس د يادې موسسې د علمي او محصلانو چارو معاونيت سرپرست د څلور ګونو پوهنځيو رئيسانو او معاونينو په شتون کې مولوي سميع الحق عاصم په رسمی ډول معرفي شو, تر څو  ور سپارل شوی مسؤلیت پر مخ يوسي. نوي معرفي شوي د دعوت او ارشاد امر هم ژمنه وکړه چې ورسپارل شوی مسؤلیت او دنده به په پوره عدالت,ځاني ځواک او د امانت دارۍ په ساتلو سره پر مخ يوسي, تر څو په ياده مؤسسه کې نوي او مثبت بدلونونه رامنځته شي.   

نشراتو او فرهنګي کمېټه

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د ۱۴۰۳ کال کلني عملياتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبيق!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د تطبیق، تدوین او څارنې کمېټې لخوا د ټاکل شوي هئیت د چمتو شوي تفصیلی راپور پر بنسټ د يادې پوهنځي د ١٤٠٣ کال کلني عملیاتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار. . .

بیرته خبرونو ته