د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې د لیلیې محصلانو لپاره د (تنصیر او له هغې سره د مقابلې لارې چارې د اسلام له نظره) تر سرلیک لاندې علمي سمینار وړاندې شو!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۳۱
د تنصیر سمینار

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې د لیلیې محصلانو لپاره د (تنصیر او له هغې سره د مقابلې لارې چارې د اسلام له نظره) ترسرلیک لاندې علمي سمینار د یادې مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له خوا وړاندې شو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د استادانو د تقرراتو او ترفیعياتو آمر مفتی عبدالظاهر صدیقي د تنصیر، د هغې د تګلارو، د اسلامي شریعت له نظره د هغې پر وړاندې د مبارزې لارو چارو، د قرآن کریم د آیتونو، نبوي احادیثو، د فقهاوو د نظریاتو او د موضوع د مختلفو اړخونو په اړه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې لیلیه محصلانو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته