د فقه او قانون څانګه

پیژندنه

 فقه او قانون څانګه د فراه د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یوه فعاله څانګه ده او دا څانګه په (۱۴۴۴ هـ ش) کال کې د اسلامي زده کړو له څانګې سره یو ځای د فراه د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي په تشکیل کې تاسیس شوه.

په دې څانګه کې شپږ تنه استادان د لیسانس په کچه ګمارل شوي او اوس دغه استادان په دې څانګه کې په تدریس بوخت دي. د فقه او قانون څانګه اوس مهال د لومړي او دویم ټولګي له نوی(۹۰) تنو څخه زیات محصلین لري.

 له هغه ځايه چې د شرعیاتوپوهنځی نوی تاسيس شوی ده تر دې دمه فارغ التحصیلان  نه لری ، دغه څانګه د ننني ملي اړتياوو سره سم په اسلامي او افغاني ټولنه کې د اسلامي روحيې د راژوندي کولو په موخه روښانه او شفافې موخې لري او دې موخې ته د رسېدو په موخه خپل درسي نصاب پرمخ بيايي. تر څو د عدلي او قضايي ارګانونو په جوړښت کې د فقهي، اصولي او حقوقي موضوعاتو په رڼا کې د دغه هېواد علم پالني ټولنې ته رښتیني ښوونکي وړاندې شي.

د فقه او قانون څانګې لیدلوری.

په عدلي، قضايي او جزايي څانګو کې د مسلکي او فعالو کادرونو روزل او د ديني، عدلي او قضايي علومو د کادرونو د پوهې او زده کړې کچه لوړول او افغاني ټولنې ته د پوهو او ديني ارزښتونو او اسلامي اصولو ته ژمن کارپوهان وړاندې کول.

 د فقه او قانون څانګې دنده.

 د دیني، شرعي، حقوقي او قضايي علومو د متخصصینو ښوونه او روزنه، د دیني، عدلي او قضايي علومو د کادرونو ظرفیت لوړول او ټولنې ته وړاندې کول، چې د خلکو د دیني، شرعي او ټولنیزو ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

 

 د فقه اوقانون څانګې موخې.

  1. د هیواد تعلیمي موسسو لپاره د فقه او قانون په برخه کې د روزل شویو علمي کارکوونکو ښوونه او روزنه.
  2. د فقهې او قانون په برخه کې د ژمنو متخصصینو ښوونه او روزنه.
  3. د هیواد عدلیې وزارت په ګډون د اجرایوي بنسټونو لپاره د دیني او حقوقي علومو د مسلکي سلاکارانو ښوونه او روزنه.
  4. فقهي او حقوقي حل لاری چې د فقه او قانون په ډګر کې د ټولنې له اړتیاوو سره سم په انضباطي او منظم ډول وي.
  5. د فقه او قانون په ډګر کې د ننګونو، اړتیاوو او بنسټیزو پوښتنو ځوابونه.
  6. په عدلي او قضايي سیستم کې د کار کولو او د مختلفو جزایي، مدني، کورنۍ او سوداګریزو دوسیو د پرمخ بیولو لپاره..