فراه د لوړو زدهکړو مؤسسې خپل د عدالت او انصاف د پاليسي بروشور پر محصلانو، اداري کارکوونکو او استادانو باندې وویشل.
د پوهنتون په اکاډمیک او اداري ساحو کې د عدالت او انصاف پالیسيو باندې پوهاوی د هر محصل، اداري کارکوونکي او استاد حق دی. په دې منظور د فراه د لوړو زدهکړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو معاونیت د نظم او ډسپلین اصلي کمېټې د (عدالت او انصاف پالیسي) تر نامه لاندې بروشور ترتیب او د عامه پوهاوي په موخه یې چاپ کړ، چې نن یې دا بروشورونه پر محصلانو، کارکوونکو او استادانو باندې وويشل.
نشراتو او فرهنګي کمیټه