کیمیا څانګه

لید 
د کیمیا ډیپارټمنټ غواړي چې د علمي او معیاري زده‌کړو، اغېزمنو څېړنو او د متعهدو متخصصینو د روزنې له لارې، د ښوونې او روزنې پوهنځي د موخو په رڼا کې، په ټولنه کې د کیمیا د تدریس او څېړنې په برخه کې یو باوري او معتبر علمي مرجع وګرځي.

ماموریت 
د کیمیا ډیپارټمنټ د نوې تدریسي طریقو د کارونې، معیاري علمي څېړنو د ترسره کولو، د محصلانو د عملي مهارتونو د پراختیا او له علمي او صنعتي بنسټونو سره د همکارۍ له لارې ژمن دی چې وړ، خلاق او مسؤل متخصصین وروزي، تر څو د ښوونې، څېړنې او د ټولنې د پایدار پرمختګ کیفیت لوړ کړي.

ارزښتونه:
د اسلامي او ملي قوانینو او اصولو بشپړه پابندي او درناوی
د وړتیا لرونکو او د لازم تعلیمي توان درلودونکو افرادو روزنه، څو وکولای شي مضمون په مکاتبو کې په معیاري ډول تدریس کړي
د بااستعداده ځوانانو بهرنیو هېوادونو ته لېږل د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا په کچو کې
هر کال د یوې ملي علمي کنفرانس کوربه‌توب
هر کال لږ تر لږه درې ځوان علمي کادرونه بهرنیو هېوادونو ته د دوکتورا د دورې لپاره لېږل
د ځوانو څېړونکو د شمېر زیاتوالی
د نظري تدریس ترڅنګ د عملي تدریس د زمینې برابرول

د ډیپارټمنټ کاري ساحه
د ډیپارټمنټ د کاري ساحې او د رشتې فارغ‌التحصیلان د طبیعت د قوانینو د ژورې پوهې، د تحلیل مهارتونو، او له علمي، لابراتواري او محاسبوي وسایلو سره د کار کولو د وړتیا له امله کولای شي په بېلابېلو برخو کې فعالیت وکړي. لاندې د دوی د کاري مهمې ساحې په شمېره‌وار ډول راوړل شوې دي:

ښوونه او تدریس
تدریس په مکاتبو، لیسو، تحصیلي مؤسسو او پوهنتونونو کې.
له خصوصي کورسونو او تعلیمي مرکزونو سره د استاد یا ساینس ښوونکي په توګه همکاري.

څېړنه او علمي تحقیق
په څېړنیزو مرکزونو او لابراتوارونو کې کار د نوې ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره.
په لابراتواري برخو او تولیدي صنایعو کې د څېړنو ترسره کول.

انرژي او چاپېریال
د تجدیدېدونکو او غیرتجدیدېدونکو انرژیو په پروژو کې کار.
د چاپېریالي ککړتیاوو تحلیل او کنټرول.

صنعت او ټکنالوژي
په تولیدي صنایعو او صنعتي لابراتوارونو کې کار.

دولتي ادارې او ملي مؤسسې
د لوړو زده‌کړو، کانونو او انرژۍ، چاپېریال وزارتونو او صنعتي لابراتوارونو کې د علمي سلاکار په توګه کار.
په ملي او ولایتي کچه په علمي او تخنیکي پروژو کې همکاري.

محاسبات او د معلوماتو تحلیل
د علمي او څېړنیزو معلوماتو د تحلیل لپاره د تحلیلي سافټویرونو کارول.

کارآفریني او نوښت
د خصوصي تعلیمي او څېړنیزو لابراتوارونو رامنځته کول.

د لوړو زده‌کړو دوام
د لا زیات تخصص لپاره په کیمیا، انجینري، انرژي او طبي برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچو پورې د زده‌کړو دوام.

 

د کیمیا د رشتې د فارغ‌التحصیلانو تعریف
د فراه پوهنتون د کیمیا د رشتې فارغ‌التحصیلان هغه کسان دي چې د کیمیا په ډیپارټمنټ کې د څلورکلنې تحصیلي دورې تر بشپړولو وروسته، د دې علم له بنسټیزو، نظري او عملي مفاهیمو سره بشپړه بلدتیا ترلاسه کوي. هغوی په کیمیاوي او صنعتي لابراتوارونو کې د علمي، دقیق او منطقي کار کولو مسلکي وړتیا لري.

دغه فارغ‌التحصیلان د نظري، عملي، ریاضي او کمپیوټري مضامینو د زده‌کړې له لارې، د علمي څېړنو د ترسره کولو، په بېلابېلو لابراتوارونو کې د کار کولو، او د صنعت، ټکنالوژۍ او ښوونې په بېلابېلو برخو کې د کیمیا د مفاهیمو د تطبیق لپاره لازم مهارتونه ترلاسه کوي.

د کیمیا د رشتې فارغ‌التحصیلان کولای شي:
د کیمیا بنسټیز کلاسیک او معاصر مفاهیم (عمومي کیمیا، ترمودینامیک، عضوي او غیرعضوي کیمیا، تجزیوي کیمیا او نورې څانګې) په تحلیلونو او عملي کارونو کې وکاروي.
په لابراتوارونو کې له علمي وسایلو او تجهیزاتو سره په دقت او مهارت کار وکړي او تجربوي معلومات په سمه توګه تحلیل او تفسیر کړي.
د ریاضي میتودونه او تحلیلي سافټویرونه د کیمیاوي ستونزو د ماډل‌سازۍ، تحلیل او حل لپاره وکاروي.
په تعلیمي، صنعتي، انرژۍ، طبي، زراعتي او چاپېریالي برخو کې اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.
د څېړنې روحیه، انتقادي تفکر، نوښت او علمي خلاقیت پیاوړی کړي او د هېواد په علمي پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

په پای کې، د فراه پوهنتون د کیمیا د رشتې فارغ‌التحصیلان د خپلې ژورې پوهې، لابراتواري مهارتونو او علمي تعهد له لارې کولای شي د هېواد د علمي، تخنیکي او ټولنیز پرمختګ په لور اغېزمن او پایدار ګامونه واخلي.

 

 

 

موخې
د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د کیمیا ډیپارټمنټ موخې په لاندې ډول دي:

  1. د کیمیا په بېلابېلو برخو کې د ټولو محصلانو لپاره د لوړ کیفیت لرونکې، اغېزمنې ښوونې، څېړنې او زده‌کړې لپاره د ارام چاپېریال رامنځته کول، د لاندې لارو له مخې:
    د معاصر او پرمختللي تعلیمي نصاب معرفي کول؛
    د درسي کتابونو او لکچرنوټونو چمتو کول او محصلانو ته د معتبرو داخلي او خارجي مآخذونو معرفي کول؛
    په هر صنف کې د محصلانو د رهنمایۍ لپاره د استادانو ګومارنه؛
    د کیمیا د رشتې د ټولو محصلانو او استادانو لپاره د بډایه او لاسرسي وړ کتابتون (چاپي او الکترونیکي کتابونه) جوړول.
  2. د تدریس، څېړنې او زده‌کړې د کیفیت پراختیا او ښه‌والی د لاندې لارو له مخې:
    د ډیپارټمنټ د استادانو د علمي کچې لوړول تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې؛
    استادانو ته د معاصرو تدریسي میتودونو ورپېژندنه؛
    په سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو کورسونو کې د استادانو ګډون؛
    د بهرنیو ژبو د زده‌کړې لپاره د زمینې برابرول.
  3. د معاصرې ټکنالوژۍ او تعلیمي پروګرامونو د سیستماتیک کارونې لپاره د زمینې رامنځته کول.
  4. د استادانو لپاره د لنډمهالو او اوږدمهالو بورسونو غوښتنه د پوهنځي او پوهنتون له مقاماتو څخه، تر څو د هغوی تحصیلي سویه او علمي کچه لوړه شي.
  5. د نوي نسل بااستعداده او وړ استادانو جلب او جذب د علمي، تخصصي او اخلاقي شایستګۍ پر بنسټ، نه د تعصب، تبعیض او شخصي علاقو او ذوقونو پر اساس.
  6. د کیمیا د لابراتوارونو د جوړولو او د معاصرې ټکنالوژۍ په وسیله د سمبالولو غوښتنه.
  7. د درسي وړاندې‌کونو د پاورپواینټ په بڼه د چمتو کولو هڅه.

 

 

استادانو احصائیه

نوم او تخلص

علمي رتبه

علمی درجه

رشته اختصاصی

نجيب الله بلوچ

پوهنیار

ماستر

کیمیای تجزیه

مسلم حليمي

پوهنمل

ماستر

کیمیای کاربردی

شيرپاچا خپلواک

پوهنيار

ماستر

کیمیای عضوی

حسيب الله ايازي

پوهنيار

ماستر

کیمیای تجزیه

عبدالغفار مظلوميار

نامزد پوهنیار

لیسانس

کیمیای عمومی