د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د لوړو زده‌کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست څخه د هيئت راتګ

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۵:۲۲
photo

 سه‌شنبه په ۲ / ۸ / ۱۴۰۲ نېټې باندې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د رئيس ښاغلي استاد شاکر وحیدي په مشرۍ او ورسره مل پلاوي د یادې مؤسسې او د فراه ولایت د نورو خصوصي لوړو زده‌کړو مؤسسو د تدریسي، علمي او تضمین کیفیت د چارو د کتنې او مشورې ورکولو په موخه تشریف راوړی و.
نوموړي پلاوي په لومړي ورځ کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د لابراتوار، کتابتون، کمپیوټرلب، ورزشي او فرهنګي جمنازيوم او نورو شته امکاناتو څخه لیدنه وکړه او په دویمې ورځې یې د مؤسسې د تضمین کیفیت، استراتیژیک پلان او تحقیق د اصلي کمېټو او ځېنو آمریتونو د ترسره سوي کارونو څخه لیدنه وکړه او د نېکو او لازمو مشورو ترڅنګ یې د هغوی نیمګړتیاوې په ګوته کړل. 
ورورسته یې د ځېنو تدریسي ټولګیو د لیدنې پر مهال د استادانو تدریس او د محصلانو شته ستونزې او وړاندیزونه په ورین تندي واوریدل او ژمنه یې وکړه چې یاد وړاندیزونه د لوړو زده‌کړو وزارت مشرتابه ته رسوي او د عملي کېدو هڅې به یې نه‌سپموي. 
د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې په ورزشي او فرهنګي جمنازيوم کې د یاد پلاوي د ښه راغلاست په پار، پرتمینه غونډه په لار اچول شوې وه، چې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو په کې ګډون درلود. 
غونډه د قرآن‌کريم په تلاوت سره پيل سوه. په لومړي سر کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني، راغلي هیئت ته ښه راغلاست وویل او د تضمین کیفیت د پروسې پر چټکتیا او مخته‌وړلو په برخه کې تر ډېره چمتووالی وښودل.
په وار سره د تضمین کیفیت ریاست رئیس ښاغلی استاد شاکر وحیدي حاضرینو ته وینا وکړل. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: دا اسلامي نظام په ډېرو قربانيو په لاس راغلی او ساتل یې زموږ او تاسو لوستي/ باسواده او علمي قشر دنده ده. همدارنګه د تضمین کیفیت په اړه یې زیاته کړه، چې تضمین کیفیت یوه داسې پروسه ده، چې سم کار په ټاکلي وخت کې ترسره کړو. ښاغلي وحیدي صاحب په پای کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري، آمرینو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د خوشحالۍ زیری ورکړ او دا یې وويل چې له نېکه‌مرغه یادې مؤسسې د تضمین کیفیت د لومړي پړاو لپاره پوره تیاری نیولی او ان‌شاالله چې موږ به ډیر ژر خپل ټیمونه د ارزونې لپاره ولیږو، تر څو یاده مؤسسه د لومړي پړوا تضمین د خپلو هڅو په پایله کې ترلاسه کړي. 
یاده غونډه د خیر په دعا سره ختمه سوه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته