د عامه ادارې څانګه

پېژندنه

عامه ادارې څانګه د پوهنځي له تأسیس سره د همدې پوهنځي په چوکاټ کې فعاله او د ۱۴۰۳ کال د سنبلی له ۱۵مې نېټې څخه یې خپل فعالیتونه پیل کړي. درې تنه برحاله علمي کادر غړي لري او ۴۱ برحاله محصلین لري. په دی څانګه کې ۱۶۰ کریدیټه مضامین په اته سمسترونو کې تدریس کېږي. دا څانګه د مدیریت او عامه چارو په برخه کې د متخصص بشري ځواک روزي او موخه یې د دولتي مدیریت په برخه کې له نظري پوهې او عملي مهارتونو سره د محصلینو سمبالول، د رهبرۍ او پرېکړې نیولو مهارتونو پراختیا او په هغوی کې د ټولنیزې او اخلاقي ژمنتیا پیاوړتیا ده. دا څانګه په ښوونه، څېړنه او ټولنې ته د خدمت په تمرکز سره، هڅه کوي داسې فارغان وروزي چې وکولای شي په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په مؤثره توګه رول ولوبوي او د هېواد د اداري جوړښتونو په ښه والي کې ونډه واخلي.

لیدلوری

د عامه ادارې څانګه په نېږدي راتلونکې کې غواړي، چې د علمي- څېړنیزو کړنو په واسطه داسې متخصص او مسلکي کادرونه وروزي، چې د سالمې ادارې او ښې رهبرۍ اصولو ته ژمن وي او د متخصص، مسلکي، متعهد او متدینو استادانو په درلودلو سره په ملي سطحه د ښې حکومتولۍ په برخه کې کار وکړي چې د يو پیاوړي علمي – څېړنیز مرکز په توګه وپيژندل شي.

رسالت

دعامه ادارې څانګه د قوانینو او مقرراتو په ړنا کې دې ته ژمن دی، چی د بازار د اړتیاوو سره سم د لوړ کیفیت تدریس له لاری، د محصلینو د تحلیلي او څیړنیزو وړتیاوو په لوړولو سره د هېواد ځوانانو ته مناسب او معیاری زده‌کړو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي چې خپلو علمي او مسلکي اهدافو ته ورسیږي، د عامه اداراتو ستونزی حل کړي او د هېواد د اداري سیستم د پرمختیا لامل شي او په پایله کې د هېواد د عامه سکتور په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

 

موخې

  1. د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي ظرفيت لوړول؛
  2. په څانګه کې د ټکنالوژۍ پراختیا؛
  3. د ځانګړي اداري او تدریسي شعباتو درلودل؛
  4. د متخصص بشري ځواک روزنه او پالنه؛
  5.  د علمي څېړنو پراختیا او هڅونه؛
  6. ټولنیزې پراختیا ته ژمنتیا او په پیاوړتیا کې یې برخه اخیستل؛
  7.  د اخلاقي ارزښتونو او مسؤلیت منلو پیاوړتیا؛
  8. له پوهنځي سره د اعتبارنامې په تر لاسه کولو کې همکاري؛
  9.  له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره همکاري او علمي هوکړه لیکونه لاسلیک کول.

ارزښتونه

د عامه ادارې څانګه خپل رسالت، لیدلوري او موخو ته د رسېدو په لاره کې تل د لاندې ارزښتونو ساتنې ته ژمنه ده:

  1. د اسلامي، ملي او اکادمیک ارزښتونو احترام او ساتنه؛
  2. په اداري او علمي چارو کې ریښتینولي، نوښت او خلاقیت؛
  3. په اداري سیستم کې د پرمختللې تکنالوژۍ کارونه؛
  4. د شایسته سالارۍ اصل په نظر کې نیولو سره د مسؤلیت منل او حساب ورکول؛
  5. د مسلکي اصولو او اخلاقو په رڼا کې د علم او عالم درناوی؛
  6. شفافیت، ټیمي کار او مؤثره رهبري.