د فراه پوهنتون د رئیس پیغام

۱ کال مخکې

الحمدلله و الصلاة و السلام علی رسول الله

څه شول زما هغه لیدلي خلق

هغه خواږه هغه سپېڅلي خلق

خوښ وم چې ابتداء کې د هغو شازلمیو یادونه وکړم کومو چې د درو یرغلګرو ښکیلاکو د غرور څپه په شا و تمبول او له یوې اوږدې غزا وروسته یې د ملالې ارواح ښاد کړ، سر سپارلو فدایانو رب ج مو د فردوس جنت نصیب کړه. رحمکم الله برحماته الواسعة.

له سختو کړاوونو راوتلیو افغانانو!

دردونه مو مشترک دي، هیلې مو ګډې دي، قربانۍ، ستړیاوې، کړاوونه مو د تاریخ ساتنې نښه ده. خو اوس چې له سترې آزادۍ، او منلې خپلواکۍ برخمن یو، نو لازمه ده چې د شکر سجدې، او د پرمختګ لپاره شوګیرې وکړو او د بیلابیلو ګیلو او ګلوارو پرځای د اسلامي نظام د بقاء لپاره مټې راونغاړو او د موجود اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړو تر څو چې امن قائم، اقتصاد پیاوړی او عزت مو خوندي وي.

لکه څرنګه چې د اسلامي نظام تر هر څه، تعلیم او تحصیل ته ژمن دی نو مټې په نغښتې او په ډیرې چټکۍ سره د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د کیفیت او کمیت ضامن دی. په دې اساس د پوهنتون ریاست متعهد دی چې د اسلامي نظام سره لاس په لاس ورکوي او د تحصیل په بهیر کې به په نیږدي راتلونکي کې به اولس ته له سترو پرمختګونو او نوښتونو زیری ورکړي.

مو سترې بلاګانې ماتې کړې

اوس د جهل بلا مري ماته یې کاندې

و السلام

مولوي سمیع الله حقاني

ټولې رسنۍ ټولې رسنۍ

د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی (۱۷مه) ګڼه فرمان نشرولو لړۍ

د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی (۱۷مه) ګڼه فرمان نشرولو لړۍ

د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی (۱۷مه) ګڼه فرمان نشرولو لړۍ

وروستي خبرتیاوېټول خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۵۶
Background image

کارموندنه!

د افغانستان اسلامي امارت د موخو سرته رسیدنې اوکار و اهل کار ته د سپارل په پار، فراه د لوړو زده کړو مؤسسې خپل پينځه (۵) خالي بستونه د اداري کارکوونکو د ګمارنې په موخه د آزاده رقابت له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۵:۴۵
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بست خبرتیا !

فراه لوړو زده کړومؤسسې د لومړي ځل لپاره لاندې څانګو کې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

د  ښوونې او روزنې  پوهنځی :
  دري ادبیاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د مقالو ټول غوښتنه!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې علمي - څيړنیزه مجله د طبیعي او اجتماعي علومو په برخو کې د څيړونکو علمي او څيړنيزې مقالې مني نو په دې اساس له قدرمنو څيړونکي کولای شي خپلې علمي مقالې د یادې . . .

وروستي خبرونهټول خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .