د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د اکاډميک نرم افزار پېژندغونډه!

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۸:۴۸
اکاډمیک نرم افزار

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي شورا د پريکړې سره سم، د بريښنايي زده‌کړو بورډ د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې اکاډميک نرم افزار یې د يادې مؤسسې د علمي او اداري چارو د چټکتيا او اسانتيا په موخه جوړ او پېژندغونډه يې ترسره سوه.

غونډه د مولوي حفيظ اللّٰه شاکر لخوا د قرآن‌کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه.

وروسته د بريښنايي زده‌کړو بورډ غړو هر يو پوهنيار محمد پيروز قادري، نوماند پوهنيار انجنير صبور خيرمحمدزاده او پوهنيار احمدولي نوري د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې اکاډميک نرم افزار پېژندنه، جوړښت او ورڅخه ګټه اخیستنه یې د يادې مؤسسې رئیس پوهنيار مولوي سميع الله حقاني او د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عبدالبصير رحماني په ګډون د پوهنځیو رئیسانو، آمرينو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د ياد نرم افزار په اړه هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل.

پس له هغه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني ټولو ته د اکاډميک نرم افزار جوړيدو مبارکي وويل او د ياد بورډ د غړو دا کار يې وستايل او مننه يې وکړه او ياد نرم افزار يې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې لپاره يوه لويه لاسته‌راوړنه وګڼل.

ورپسي د فراه لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عبدالبصير رحماني د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د اکاډميک نرم افزار جوړیده، ټولو ته مبارکي وويل، د يادې مؤسسې د علمي او اداري چارو لپاره يو لوی پرمختګ وباله، او زياته يې کړه چې پر ياد نرم افزار د استادانو او اداري کارکوونکو نظريات په پام کې نيولو نور هم کار جريان لري.

په پای کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د اکاډميک نرم افزار جوړيدونکو غړو ته ستاينليکونه ورکړل سوه او ياده غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسيده.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته