د نصاب اصلي کمیټې نوبتي غونډه تر سره شوه.
دوشنبې ورځ چې له 1445/2/26 نیټې سره سمون خوري، د نصاب او کریکولم اصلي کمیټې خپله نوبتي غونډه د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو سره د نوماند پوهنیار مولوي امان الله المصاحب پهواسطه پیل کړه.
دا غونډه د پوهنیار محمد ابراهیم سلطاني د نصاب اصلي کمیټې مسئول په مشري او د ټولو غړو په حضور کې پر لاندې مباحثو پریکړې وشوې.
1- د نصاب فرعي کمیټو محترم مسئولین دې له ټولو څانګو څخه د تیر سمستر د نصاب تطبیقي گزارش، په لنډ وخت کې اصلي کمیټې ته کتبأ واستوي.
2- هره څانګه دې د خپلو استادانو د کورس پاليسي یوه نمونه په نوي فارمټ کې د فرعي کمیټو په هماهنگۍ سره واستوي.
3- دا چې د اسلامي ثقافت کریډتونه اضافه شوي دي او د څانګو په نصاب کې کوم تغییرات راغلي, نو د نصاب فرعي کمیټې مکلف دي، تر څو دا گزارش له څانګو څخه راټول او د نصاب اصلي کمیټې ته یې واستوي.
4- په نننۍ غونډه کې پریکړه وشوه تر څو ټوله استادان دې خپل درسي مواد د کریکولم او مفرداتو پر بنسټ د معتبرو او آپدیټ شوي منابعو څخه تر لاسه کړي.
5- غونډه د خیر په دعا سره ختمه شوه.
د نشراتو او فرهنګی کمیټه