د نصاب اصلي کمیټې نوبتي غونډه تر سره شوه.

farau_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۰:۳۳
photo

دوشنبې ورځ چې له 1445/2/26 نیټې سره سمون خوري، د نصاب او کریکولم اصلي کمیټې خپله نوبتي غونډه د قرآن‌کریم په څو مبارکو آیتونو سره د نوماند پوهنیار مولوي امان الله المصاحب په‌واسطه پیل کړه. 
دا غونډه د پوهنیار محمد ابراهیم سلطاني د نصاب اصلي کمیټې مسئول په مشري او د ټولو غړو په حضور کې پر لاندې مباحثو پریکړې وشوې.
1- د نصاب فرعي کمیټو محترم مسئولین دې له ټولو څانګو څخه د تیر سمستر د نصاب تطبیقي گزارش، په لنډ وخت کې اصلي کمیټې ته کتبأ واستوي. 
2-  هره څانګه دې د خپلو استادانو د کورس پاليسي یوه نمونه په نوي فارمټ کې د فرعي کمیټو په هماهنگۍ سره واستوي. 
3- دا چې د اسلامي ثقافت کریډتونه اضافه شوي دي او د څانګو په نصاب کې کوم تغییرات راغلي, نو د نصاب فرعي کمیټې مکلف دي، تر څو دا گزارش له څانګو څخه راټول او د نصاب اصلي کمیټې ته یې واستوي. 
4- په نننۍ غونډه کې پریکړه وشوه تر څو ټوله استادان دې خپل درسي مواد د کریکولم او مفرداتو پر بنسټ د معتبرو او آپدیټ شوي منابعو څخه تر لاسه کړي. 
5- غونډه د خیر په دعا سره ختمه شوه.

د نشراتو او فرهنګی کمیټه

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۵۶
Background image

فراه پوهنتون کې د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ علمي سمینار ترسره شو

فراه فراه ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري د محصلانو د علمي او څېړنیزې وړتیاوو د لوړولو په موخه د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د پوهنتون فراه دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون په مسجد شریف کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار د فراه پوهنتون ټول پرسونل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۸
Background image

فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه.

غونډه. . .

بیرته خبرونو ته