د تير خزاني سمستر او سيرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سيالۍ ممتازو محصلانو ستاينغونډه ونیول شوه!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۳:۱۹
د ممتازو محصلانو ستاینغونډه

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ښوونې او روزنې پوهنځي د تير خزاني سمستر او سيرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سيالۍ ممتازو محصلانو ستاينغونډه د يادې پوهنځي اته ګوڼو څانګو آمرینو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سمیع الله حقاني د غونډي ګډونوالو ته وینا وکړه او ورپسي د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس پوهنیار محمد یزدان پرست د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه.

چې لومړی د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ لسو ممتازو محصلانو اول، دويم او دريم نمره ګانو ته ډالۍ او ستاینلیکونه او نورو ممتازو محصلانو ته ستاینلیکونه ورکړل شوه.

ورپسي د ١٤٠٣ کال خزاني سمستر ممتاز محصلان چې د پوهنځي په کچه یې لومړی، دویم او دریم ځای خپل کړی و، وستایل شول.
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته