د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ته د امتحاناتو ملي اداري رئيس شيخ عبدالباقي حقاني سفر وکړ!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۹:۲۸
د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ته د امتحاناتو ملی اداری رئیس سفر

د امتحاناتو ملي اداري رئيس شيخ عبدالباقي حقاني د خپل سفر په ترڅ کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني، مرستيالانو، پوهنځیو رئیسانو، آمرينو، استادانو او اداري کارکوونکو سره د يادې مؤسسې د غونډو په سالون کې ناسته وکړه.

ياد ناسته د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل شوه.

وروسته د امتحاناتو ملي اداري رئيس شيخ عبدالباقي حقاني د ناستې ګډونوالو ته وينا وکړه او نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د استاد مقام ته په کتو سره وويل چې د پوهنتون استاد پادشاه نه دي خو پادشاهان روزې نو هڅکله دې د منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې نه راځي او په سختی کې دې د حوصلې څخه کار واخلې او زياته ېې کړه چې د ديني مدارسو او پوهنتونونو تر منځ توپير او واټن نشته څرنګه چې په دې وطن کې ديني مدرسې ته ضرورت شته همدرانګه پوهنتونونو ته هم ضرورت شته ځکه چې ګټه او تاوان يې ګډ دی.
او شيخ عبدالباقي حقاني د خپل خاص شفقت له مخي د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کتابتون ته خپل وه جلده تأليفات ډالۍ کړل.

او په پای کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني د امتحاناتو ملي اداري رئيس شيخ عبدالباقي حقاني ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نوموړي سفر يادې مؤسسې ته ګټور وباله.

او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته