د فراه لوړو زده کړو موسسې د څلور ګونو پوهنځيو او اصلي کمېټو له لوري د ۱۴۰۲ لمريز کال لومړيو شپږو مياشتو کاري ګزارشونه د يادې موسسې د رهبري غړو په شتون کې وړاندې شول.

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۰:۴۶
photo

د  پنجشنبې ورځ د ۱۴۰۲ لمريز کال د عقرب مياشتې پر ( ۹) نهمه نېټه چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي اول له ( ۱۶) مې نېټې سره سمون خوري  د فراه لوړو زده کړو موسسې د څلور ګونو پوهنځيو او اصلي کمېټو د ګزارشونو د ورکړې لړۍ چې پرون چهارشنبه د عقرب مياشتې پر ( ۸) اتمه نېټه پيل شوې وه پای ته ورسيده.

د ګزارشونو د ورکړی پر مهال د فراه لوړو زده کړو موسسې رهبري غړو, د اصلي کمېټو غړو ,د څانګو امرينو او استادانو ګډون درلود, چې ياده ناسته د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه.

ورپسې د يادې موسسې د علمي او زده کړيالانو چارو معاون پوهنيار عبدالبصير رحماني پرانيستې وينا وکړه او د ګزارشونو د ورکړې په ارزښت يې ګټور بحث وکړ.

 نوموړي خوښي وښوده,  چې په لومړي ځل يې د ګزارشونو د ورکړې ياده لړۍ پيل کړې, چې دا به د موسسې په پرمختګ کې له لاسته راوړنو خالي نه وي او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا لړۍ غزوي تر څو په بېلا بېلو برخو کې شويو پرمختګونو ته لا وده ورکړي او ستونزې مشخصې شي او د لمنځه وړلو لپاره يې د موسسې رهبري لاس په کار شي.  

ورپسې د شرعياتو پوهنځي رئيس مفتي سراج احمد راشد, د اقتصاد پوهنځي رئيس ښاغلي احمد ضيا نوري, د ښوونې او روزنې پوهنځي سر پرست نامزد پوهنيار محمد يزدان پرست, د زراعت پوهنځي سرپرست شاه محمود نورزي په خپل وار سره د خپلو پوهنځيو په کاري پرمختګونو, ستونزو اړتياو او راتلونکو پلانونو باندې هر اړخيز ګزارشونه وړاندې کړل.

له دې وروسته د ستراتيژيک پلان, نصاب او کريکولم, نظم او دسپلين, نشراتو او فرهنګي, ارتقای کيفيت, الکترونيکي زده کړو, ازموينو, تحقيق, مرور دوره يي, مشاورې, شکاياتو اوريدو, مالي او ورزشي کمېټو مسولينو د اجنډا سره سم خپل کاري ګزارشونه د کاري پرمختګونو, خنډونو  اړتياو او راتلونکو پلانونو په نظر کې نيولو سره د موسسې رهبري غړو په شتون کې په مستند ډول وړاندې کړل او په دې سره د ګزارشونو لړۍ پای ته ورسيده.

ورپسې د يادې موسسې ښاغلي رئيس مولوي سميع الله حقاني خبرې وکړې او په دې ډول د ګزارشونو وړاندې کول يې يو نوی ګام وباله,  چې د موسسې په پرمختګ او لاسته راوړنو کې ګټور واقع کيدای شي.

ښاغلي حقاني لارښونه وکړه,  چې په ټولو چارو کې له اخلاص او پاک نيت څخه کار واخلئ او په ټولو نيکو چارو کې د يو بل لاس نيوی وکړئ.

همدا رنګه يې د زده کړيالا نو سره په ښه سلوک او هڅونه ټينګار وکړ تر څو دوی په ياده اکاډميکه ساحه کې د کمترۍ احساس ونه کړي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټولو مسولينو ته سپارښتنه وکړه چې علماو ته احترام وکړئ او همدارنګه د قانون له مخې ټولو درکړل شويو صلاحيتونو څخه پوره پوره ګټه واخلئ, چې په دې برخه کې به هيڅوک ستاسو  مخه ونه نيسي او لا به  تشويق شئ.

ورپسې د ګزارشونو ياده لړۍ د مفتي سراج احمد راشد په دعايې سره پای ته ورسيده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۸:۳۷
Background image

د فراه ولایت د علم او فرهنګ مینه‌والو ته ښه زیری!

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې د دولتي او خصوصي لوړو زده‌کړو مؤسسو په کچه د اعتباراخیستنې په لومړي پړاو کې رقابت پيل کړ او ويې‌کولای شول چې په ۱۴۰۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۸:۴۶
Background image

د دعوت طریقه او د بیان فن په اړه سمینار وړاندي شو!

 

دوشنبه د (۱۴۰۳٫۴٫۲۵ ه‍ ش) کال چې له (۱۴۴۶٫۱٫۹ ه‍ ق) کال سره سمون خوري د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي په نوښت د دعوت طریقه او د بیان فن په اړه سمینار جوړ شو.
 سمینار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۰:۲۱
Background image

فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د روان جفت سمستر نهایې ازمویني پیل کړي!

د ښوونې او روزنې پوهنځي کې هم د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د نورو پوهنځيو په څېر د جفت سمستر ازموینې د ازموینې کمېټې په مرسته پیل شوې.

د یادو ازموینو له بهیر څخه د پوهنتون رئیس م. سمیع. . .

BACK TO NEWS