د فراه پوهنتون فرهنګي او ورزشي سالون
د فراه پوهنتون فرهنګي او ورزشي سالون د دې علمي بنسټ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د ملي پراختیا ادارې له لوري د (۵۱٬۰۰۰٬۰۰۰) یو پنځوس میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړ شوی دی. دغه سالون د نږدې زر (۱۰۰۰) کسانو د ځایولو وړتیا لري او د علمي، فرهنګي، ښوونیزو، ورزشي پروګرامونو او د پوهنتون د سترو غونډو د ترسره کولو لپاره په معیاري ډول ډیزاین او جوړ شوی دی.
دغه مجهز او معیاري سالون د پوهنتون د علمي او فرهنګي فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول لري او د سیمینارونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو، د فراغت مراسمو، فرهنګي پروګرامونو، ورزشي سیالیو او نورو رسمي غونډو د ترسره کولو لپاره د استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
د دې پروژې جوړول د فراه پوهنتون د ښوونیزو او فرهنګي زیربناوو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم او اغېزمن ګام بلل کېږي او د محصلانو د علمي، فرهنګي او ټولنیزې ودې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د لوړو زده کړو د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې د پوهنتون د ژمنتیا څرګندونه کوي.