د نوي سمستر د پیل په پار عمومي غونډه تر سره شوه!

farau_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۷ - ۱۰:۳۸
farau

د نوي سمستر د پیل په پار د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د غونډو په تالار کې د استادانو او اداري کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره شوه.

د لوړو زده‌کړو وزارت د درسي تقویم پر اساس؛ د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې دویم یا جفت سمستر تیره ورځ چهارشنبه په ( ۶ / ۲ / ۱۴۰۲ل) نېټه پیل شو.

تیره ورځ په ( ۶/ ۲/ ۱۴۰۲ل) نیټې باندې چې د (۶/ ۱۰/ ۱۴۴۴س) نیټې سره سمون خوري، د فراه د لوړو زده‌کړو د مؤسسې د کنفرانشونو په سالون کې د سمستر د پیل په پار د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوی سمیع الله احمدي په مشرئ غونډه ونیول شوه. یاده غونډه د محصلانو چارو عمومي مدیر حافظ عبدالله جان طیب د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د تیر سمستر د آزموینې راپور ارایه شو او د تېر سمستر آزموینې یې مثبتې و‌ارزولې، چې د ټولو استادانو او د آزموینو د کمېټو له غړو څخه مننه او قدرداني ترسره شوه. وروسته د ټولو استادانو او اداري کارکوونکو څخه وغوښتل شول، چې خپلې دندې د کار او  ټولنیزو چارو وزارت د نوي کاري مهال‌ویش پر اساس ترسره کړي. ټولو استادانو ته سپارښتنه وشوه، تر څو خپلو مضامینو لپاره اپډیت درسي مواد، مرستندویه درسي مواد، چپتر او حاضري چمتو کړي او  خپل د تدریس چارې دې په پوره ایمانداري او دیانت سره مخ‌ته یوسي.

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس مولوي احمدي صاحب خپل د خبرو په پېل کې ټولو حاضرینو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړل او له ټولو څخه یې مننه وکړه، چې مخکنۍ سمسترونو کې یې په لږو امکاناتو سره ډیر کار ترسره کړی او وې ویل:  تاسې استادان د دې هیواد سرمایه یاست او ستاشو قدر ډير دی او تاسو باید په ستونزو کې خپل همت له لاسه ورنه‌کړی او یو د بل په مرستې سره د دې پوهنتون شته ستونزې حل کړئ. له ټولو استادانو څخه یې وغوښتل، چې خپل تدریس او نورې چارې په ډير شوق او مینه سره ترسره کړي او زیاته یې کړه، چې ټول دې خپل پر حاضري باندې پابند اوسي، تر څو محصلانو، خلکو او هیواد ته په رښتینې ډول سره خدمت ترسره شي. ښاغلي م... احمدي صاحب ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته په لاندې ډول سپارښتنې وکړي:

•  په دې اکاډمیک ځای کې هیڅ ډول تعصب، تبعیض او... ځای نه لري. هغه کسانو ته ارزښت ورکول کیږي چې واقعي خدمتګاران وي.

•  خپل مینځو کې نیکې اړیکې وساتئ!

•  د مسافرو استادانو او محصلانو قدر ډیر وکړئ!

•  سلسله مراتب مراعت کړئ او خپل د مافوق آمر څخه اطاعت وکړئ!

•  د ټولو کارکوونکو او استادانو احترام وکړئ...!

وروسته  د علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني د تضمین کیفیت په اړه هم ځینې خبرې وکړي او زیاته یې کړه، چې تضمین کیفیت د پوهنتون یو لاینفک بهیر دی، نو ټولو اداري کارکوونکو او استادانو ته یې سپارښتنه وکړه، تر څو د نوي سمستر فعالیتونه او چارې د تضمین کیفیت د آمریت او د تضمین کیفیت د مرکزي کمیټې لخوا د نوي ترتیب شوي مهال‌ویش سره عیار او ترسره کړي. دا یې هم وویل چې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسه د تضمین کیفیت لومړي پړاو ارزونې ته چمتو ده، چې په نږدې راتلونکي کې به ان‌شاءالله د وزارت له لوري و ارزول شي.

د غونډې په پای کې څلور تنه آمرین ( ښاغلي پوهنیار جاوید هاشمي د ریاضي څانګې آمر، ښاغلي پوهنیار شریف الله ملال د پښتو څانګې آمر ، ښاغلي پوهنیار محمد ابراهیم سلطاني د انګلیسي څانګې آمر او ښاغلی مولوي بسم الله امیني د تضمین کیفیت آمر)  او دوه تنه اداري کارکوونکي ( عبدالعلی فقیري او  ښاغلي عبدالصبور خیر محمدزاده) د تېر سمستر د ښو کړنو د ترسره کولو له وجهې په ستاینلیکونو سره وستایل شول.

د نشراتو او فرهنګي مرکزي کمیټه

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د پوهنتون فراه دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون په مسجد شریف کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار د فراه پوهنتون ټول پرسونل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۸
Background image

فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه.

غونډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۵۱
Background image

د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د فراه پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د یاد علمي بنسټ د استادانو او اداري کارکوونکو سیاسي پوهاوي او. . .

بیرته خبرونو ته