د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې
سریزه
د کرنېز اقتصاد او پراختیا څانګه د کرنې پوهنځي له مهمو څانګو څخه ګڼل کېږي. د دې څانګې د جوړولو اساسي موخه د کرنېز اقتصاد او پراختیا څانګي زده کړیالانو ته د مسلکي تیوريکي او عملي زده کړو زمینه برابرول دي، ترڅو د بزګرانو او مالدارانو ټولنې او د هېواد خصوصي سکتور سره د کرنې د سکتور د ستونزو په تشخیص او حل کې مرسته وکړي او د تولیدي سرچینو ښه مدیریت د حاصلاتو د زیاتوالي، خوراکي خوندیتوب او د بزګرانو د ژوند د کچې د لوړولو او د ملي اقتصاد د دوامداره ودې لپاره وکارول شي.
د کرنېز اقتصاد او پراختیا څانګه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې فراه د لوړو زده کړو مؤسسي د کرنې د پوهنځي په چوکاټ کې جوړه شوه. د دې څانګې د جوړولو موخه په هېواد کې د کرنې د وضعیت د ښه والي لپاره د متخصصو کسانو روزنه او تربیه ده. دې څانګې تر ۱۴۰۳ کال پورې ۳۷۱ تنه متخصصین او کارپوهان فارغ التحصیل کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي، او اوس مهال ۹۵ زده کوونکي په دې څانګه کې په زده کړو بوخت دي. د دې څانګې علمي کادر ۶ تنه استادان دي چې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچی لوړی زده کړی لري.
لیدلوری
د فراه پوهنتون د کرنې د پوهنځي د کرنې د اقتصاد او پراختیا څانګه د خپلو علمي- څېړنیزو فعالیتونو له لارې غواړي چې د کرنې په برخه کې متخصص او مسلکي کسان وروزي ترڅو د کرنې د سکتور اړتیاوې پوره کړي او د کرنې د اقتصاد او پراختیا په برخه کې د غوره څانګو په توګه د دې هېواد اولادونو ته تعلیمي خدمتونه وړاندې کړي.
رسالت او ماموریت
د کرنېز اقتصاد او پراختیا څانګه هڅه کوي چې د اصولي، مسلکي او اخلاقي معیارونو په رڼا کې د کرنې په برخه کې د بازار او ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د لیسانس په کچه متخصصین او کارپوهان وروزي. د زده کړیالانو د مسلکي مهارتونو د لوړولو له لارې، د دې څانګې زده کړیالانو ته د علمي او عملي پوهې د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي ترڅو د خپلې پوهې، نوښتونو او څېړنو په مرسته د خپل ګران هېواد د پرمختګ، اقتصادي ځان بسیاینې او خوراکي خوندیتوب په لاره کې کار وکړي.
موخی
۱. د کرنېز ترویج او اقتصاد په برخه کې د تخنیکي او مسلکي کارپوهانو روزنه؛
۲. د کرنېز پراختیا او اقتصاد په برخه کې زده کوونکو ته د زده کړې د چاپېریال برابرول؛
۳. زده کوونکو ته د رهبرۍ، مدیریت او تصمیم نیونې په برخه کې زده کړې ورکول؛
۴. د کرنې د ترویج او اقتصاد متخصصینو په وړاندې کولو سره د سیمه ییزو ترویجي سیستمونو د وضعیت ښه والی؛
۵. د کرنیزو فعالیتونو د اقتصادي تحلیل په اړه د مناسبې مشورې د میتودونو معرفي کول؛
۶. ټولنې ته د کرنې په برخه کې د متخصصینو او مسلکي کسانو وړاندې کول.