فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل پنځه کلن استراتیژیک پلان تشریح او ارایه کړ.

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۴:۱۶
Photo

نن ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۰۲ نېټې باندې چې ۱/ روژې/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل استراتیژیک پلان (۱۴۰۲ -۱۴۰۶) چې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا تایید شوي دی،  د عامه‌پوهاوي په موخه د غونډې ګډون‌والو ته ارایه او شرحه کړپه دې غونډې کې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري هیئت، استادان، اداري کارکوونکي او محصلان او د دې تر څنګ عامو وګړو ګډون درلودغونډه د قرآن‌کريم په تلاوت سره پيل سوه. د ارایې لومړۍ برخه ښاغلي پوهنیار فواد متین د استراتیژیک پلان کمېټې مشر، دویمه برخه ښاغلي پوهنیار حشمت الله ساراني د استراتیژیک پلان د کمېټې غړی او دریمه برخه ښاغلي پوهنمل محمد حسین فراهي په واضحه توګه ارایه کړه. ورپسې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې قدرمن رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني د اړوند موضوع په اړه وینا وکړه او وویل: چې له دې وروسته موږ برنامې او پلان لرو، په دې پنځو کلونو کې به دغه پلان تطبیق کړوهمدارنګه ښاغلي رئيس صاحب د فراه د لوړو زده کړو د (۱۴۰۲) کال فعالیتونه او راتلونکي پلانونو په اړه ګډون‌والو ته مفصل معلومات ورکړل.
غونډه د دعوت او ارشاد آمر مولوي سمیع‌الحق عاصم په دعایې سره پای ته ورسیده.

فرهنګی او نشراتو کمیټه

 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د ۱۴۰۳ کال کلني عملياتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبيق!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د تطبیق، تدوین او څارنې کمېټې لخوا د ټاکل شوي هئیت د چمتو شوي تفصیلی راپور پر بنسټ د يادې پوهنځي د ١٤٠٣ کال کلني عملیاتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار. . .

بیرته خبرونو ته