فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

PM_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د فراه پوهنتون رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

غونډه د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د مرستیال، نوماند پوهنیار نجم‌الدین حمیدي، له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د فراه پوهنتون رئیس مولوي سمیع‌الله حقاني د اسلام له نظره د قدر، درناوي او ستاینې پر ارزښت خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د علم خاوندانو، استادانو او د ټولنې د خدمت کوونکو درناوی یو مهم اسلامي او اخلاقي ارزښت دی. نوموړي د ښو خدمتونو قدرداني د کارکوونکو د لا زیاتې هڅونې او د علمي او اداري چاپېریال د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه وبلله.

ورپسې، د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي رئیس پوهنمل حسیب‌الله ایازي د الله تعالی شکر ادا کړ چې پوهنځي ته یې ژمن، وړ او مسلکي استادان، اداري او خدماتي کارکوونکي په برخه کړي دي. نوموړي د پوهنتون له رهبرۍ څخه د دوامدار ملاتړ او همکاریو له امله مننه وکړه او د پوهنځي د استادانو او کارکوونکو علمي، ښوونیز، اداري او خدماتي فعالیتونه یې وستایل.

نوموړي د استادانو او کارکوونکو په کمېټو کې د اغېزمنې ونډې، د محصلانو د روزنې، ښوونیزو فعالیتونو او د اداري چارو د ښه ترسره کولو په برخه کې د هغوی هڅې د پوهنځي د علمي او اداري پرمختګ مهمه برخه وبلله او د دوی خدمتونه یې د قدردانۍ وړ وبلل.

په پای کې د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ارزښتناکو خدمتونو د ستاینې په موخه ستاینلیکونه ووېشل شول او یاد کسان د پوهنځي د ریاست له لوري په رسمي ډول تقدیر شول.

او غونډه د خیر او برکت په دعا سره پای ته ورسېده.
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) ازموینه واخیستل شوه

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) په اړه ازموینه واخیستل شوه.

د دې ازموینې موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او. . .

بیرته خبرونو ته