د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د شپږ میاشتني انګلیسي ژبې ښوونیز کورس پیل شو!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۵۸
د انګلیسی ژبې کورس

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو د مسلکي ودې آمریت (PDC) له‌خوا د یادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د شپږ میاشتني انګلیسي ژبې ښوونیز کورس پیل شو.

د پرانېستنې په مراسمو کې د قرآن کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول.

وروسته استادانو او اداري کارکوونکو د دغه ښوونیز کورس له پیل څخه خوښي وښوده او څرګنده یې کړه، چې دا یو ارزښتناک فرصت دی، چې باید ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

بیا دا کورس د یاد کورس د استاد پوهنیار حشمت‌الله ساراني له‌خوا رسماً پیل شو.

یادونه:  
یاد شپږ میاشتنی کورس به د ظرفیت لوړونې په موخه د هرې اوونۍ په دوو ورځو، دوشنبه او چهارشنبه، د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره کېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته