د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

PM_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ ترلاسه کول د ژورنال د علمي اعتبار، نړیوال پېژندنې او معیاري کېدو په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

د DOI کوډ په ترلاسه کولو سره به د فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال هره خپرېدونکې مقاله یو ځانګړی او ثابت نړیوال پېژندونکی ولري، چې له امله به یې څېړونکي او علمي مینه‌وال وکولای شي د ژورنال مقالې په نړیواله کچه په اسانه ومومي او ورته لاسرسی ولري. 
همدارنګه، دغه کوډ د مقالو د دقیقې پېژندنې، علمي مراجعو د تنظیم او د لیکوالانو د علمي اثارو د حقوقو د خوندي کولو په برخه کې مهم ارزښت لري.

د یادونې وړ ده چې د فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د نړیوالو علمي او څېړنیزو پلاتفورمونو په یو شمېر مهمو ادرسونو، لکه Academia، Zotero، ORCID، Google Scholar، Google Search Console او Afghanistan Scientific Journal کې هم ثبت او انډیکس شوی دی. دغه ژورنال د ISSN-P: 3105-0956 او ISSN-e: 3135-6117 نړیوال معیاري سریال شمېرې هم ترلاسه کړې دي.

د فراه پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې آمریت په پام کې لري چې د ژورنال د علمي معیارونو د لا لوړولو، نړیوال اعتبار د پیاوړتیا او د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) ازموینه واخیستل شوه

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) په اړه ازموینه واخیستل شوه.

د دې ازموینې موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او. . .

بیرته خبرونو ته