د استراتیژیک پلان د جوړولو ویبینار (آنلاین سمینار)

farau_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۶:۳۸
Farau.admin

د دوشنبې ورځ په ۲۲ / ۳ / ۱۴۰۲ نېټې باندې د جامي پوهنتون له‌خوا د استراتیژیک پلان د جوړولو ویبینار (آنلاین سمینار) د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د استراتیژیک پلان کمیټې او استادانو ته وړاندې سو. دا ویبینار په درېیو برخو کې رانغښتل سوی و. 
لومړۍ برخه د استراتیژیک پلان ترتيبول چې د ښاغلي عزیز الله صامت له‌خوا وړاندې سوه، دویمه برخه د استراتیژیک پلان اجرا کول و، چې د ښاغلي نذیر احمد سدید له‌خوا او درېیمه برخه د استراتیژیک پلان د تطبیق څخه نظارت و، چې د ښاغلي یحیی مجددي له‌خوا وړاندې سول. 
دا پروګرام د دواړو تحصیلي بڼسټونو د استادانو په ملاتړ او ګډون په لاره اچول سوی وو.

فرهنګی او نشراتو کمیټه
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته