د اګرانومي څانګه

تاريخچه

د اګرانومي څانګه په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د فراه د لوړو زده کړو په مؤسسي کې د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې جوړه شوه. د دې څانګې د جوړولو موخه په هېواد کې د کرنې د وضعيت د ښه والي لپاره د متخصصو کسانو روزنه او تربيه ده.

د دې څانګې ماموريت د فراه د لوړو زده کړو په مؤسسه کې د کرنې د پوهنځي د موخو سره سمون لري. دا څانګه تل هڅه کوي چې زده کړیالانو ته لوړ کیفیت لرونکي او معیاري علمی خدمات وړاندې کړي او د مسلکي او متخصصو استادانو له لارې زده کړیالانو ته په کاري بازار کې د اړتیا وړ پوهه او مهارتونه ورزده کړي. د دې څانګې د فارغانو د پام وړ شمېر له فراغت وروسته په کاري بازار کې په کار بوخت شوي دي یا د لیسانس له دورې لوړو زده کړو بوخت دی. دې څانګې تر اوسه پورې ۲۹۴ تنه مسلکي کسان، چې نارینه او ښځینه دواړه پکښي شامل دي، فارغ کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي. اوس مهال په دې څانګه کې ۵۲ تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي. د څانګې د علمي کادر غړي ۷ تنه استادان دي چې د ماسټرۍ او لیسانس درجې چی لوړی زده کړی کړی، او یو تن استاد یې په ترکیه کې د دوکتورا په زده کړو بوخت دی.

لیدلوری

د اګرانومي څانګه هوډ لري چې د معیاري تدریس، څېړنې، د متخصصو او پوه کسانو د روزنې او د اګرانومي اړوند نورو خدمتونو له لارې په ملي او سیمه ییزه کچه د یوې پیژندل شوې ادارې په توګه وپیژندل شي.

رسالت او ماموریت

د اګرونومي څانګه د ظرفیت لوړولو، د علمي کادرونو د روزنې لپاره د معیاري علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه ده، چې دا کار د تدریس، څېړنې او مسلکي خدمتونو له لارې د کرنې د مهمې برخې د پراختیا لپاره په ملي او سیمه ییزه کچه ترسره کوي.

۱. له ټولو کورنیو او بهرنیو علمي ادارو سره د اړیکو، همکاریو او معلوماتو تبادلې رامنځته کول؛

۲. د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې څېړنه؛

۳. بزګرانو ته د علمي څېړنو د پایلو رسول؛

۴. زده کړیالانو ته د څېړنې او کاراموزۍ د فرصتونو برابرول؛

۵. د ځایي او سیمه ییزو کرنیزو مسلو د حل لپاره د نړیوالو لیدلورو کارول.

کلیدی ارزښتونه

د اګرانومي څانګه د اسلامي ارزښتونو او اکاډمیکو اصولو پر بنسټ ځان لاندې مواردو ته ژمن بولي:

دیني مقدساتو او انساني کرامت ته درناوی، تخصص او وړتیا ته ارزښت ورکول، په تدریسي او څېړنیزو فعالیتونو کې نوښت او ابتکار، د هېواد، ټولنې او چاپېریال په وړاندې ژمنتیا او مسوولیت منل، د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت لوړول او د هېواد د کرنې پایداره پراختیا.

موخې

۱. د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې د متخصصینو او کارپوهانو روزنه؛

۲. د علمي او مسلکي پوهې پر بنسټ د کرنیزو ادارو پیاوړتیا؛

۳. د کرنیزو نباتاتو د تولیدي ظرفیتونو او اقتصادي ارزښتونو د لوړولو لپاره د مسلکي پوهې او اړینو مهارتونو ترلاسه کول؛

۴. د کرنیزو نباتاتو د محصولاتو د ښه والي، اصلاح او ښه تولید لپاره د څېړنیزو پروژو ترسره کول؛

۵. د خوراکي توکو د کمښت له منځه وړل، چې د نړۍ او افغانستان د ډېری هېوادونو اوسنۍ ستونزه ده؛

۶. دودیزه کرنه عصري کرنې ته د بدلولو لپاره د عصري کرنیزو ټکنالوژیو کارول؛

۷. د خوراکي توکو د عادلانه وېش او د خوراکي امنیت د ښه والي له لارې د لوږې سره د مبارزې لپاره د پایداره کرنې سیسټمونو پیاوړتیا.