د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري لخوا تر ټولو لوړ عمر لرونکی محصل وستایل سو.

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۵۸
Photo

پر ۱ / ۷ / ۱۴۰۲ نېټې باندې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري هیئت لخوا د دې مؤسسې شرعياتو پوهنځي ته د کانکور ازموینې له لارې تر ټولو لوړ عمر لرونکی ( ۵۳) کلن بريالی سوی محصل وستايل سو.   
ياد محصل محمد سالم ابوریحان الکوزی نوميږي، چې په اصل کې د لغمان ولایت اوسیدونکی دی او اوس‌مهال په ننګرهار کې استوګن دی.
ابوریحان الکوزی د (۱۱) اولادونو پلار  او (۲۳) لمسیانو نیکه دی. 
نوموړي مخکې په یو خصوصي کلینیک کې دنده درلوده، خو اوس په خپل لوړ همت او ټينګې ارادې سره غواړي چې خپلې لوړې زده‌کړې ترسره کړي.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

فراه پوهنتون کې د داخلي اړیکو لپاره د «BeeBEEP» پیغام‌رسوونکي سافټویر د معرفۍ سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون برېښنايي زده‌کړو اصلي کمېټې له لوري د یاد پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د «BeeBEEP» په نوم د داخلي پیغام‌رسوونکي سافټویر معرفۍ سمینار ترسره شو. د دغه سمینار موخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۱۷
Background image

فراه پوهنتون کې د (چاپېریالي ککړتیا د سنجش او تحلیل په برخه کې د طیف‌سنجۍ او د هغې د کارونو) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس ترسره شو


د فراه پوهنتون اداره او پالیسۍ پوهنځي له لوري، د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د (چاپېریالي ککړتیا د سنجش او تحلیل په برخه کې د طیف‌سنجۍ او د هغې د کارونو) تر سرلیک لاندې. . .

بیرته خبرونو ته