د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه.

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د فراه پوهنتون رئيس سميع الله حقاني اداري کارکوونکو خپل د مسؤليتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره وهڅول او زياته يې کړه، نن ورځ ډېر د شکر ځاي دی چې د افغانستان اسلامي نظام تر چتر لاندې د هېواد ستړي ولس ته خدمت کوي او همدارنګه يې د اطاعت کولو پر ارزښت او د بيت‌المال څخه د ښه ګټې اخېستلو او ساتلو په اړه ګډونوالو ته بيان وکړ.

او په پای کې د فراه پوهنتون ټول اداري کارکوونکو ته د رهبري لخوا ستاينليکونو وويشل شول.
غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته