فراه پوهنتون کې د فراه او نيمروز امارتي پوهنتونونو محصلانو ته د «دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو» ترسرليک لاندې شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار پای ته ورسېد

PM_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۳
د سمینار پای

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه او د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د فراه او نیمروز امارتي پوهنتونونو او د فراه ولایت غرجستان خصوصي پوهنتون محصلانو ته د «دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو» ترسرليک لاندې شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار ترسره او نن د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.

د یاد سمینار په مراسمو کې د فراه پوهنتون رئیس مولوي سمیع‌الله حقاني، د فراه ولایت د حج،ارشاد او اوقاف رئیس شيخ مفتي عبدالبصير فائز، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر، دیني عالمانو، د فراه پوهنتون مرستيالانو، پوهنځيو رئيسانو، آمرينو، استادانو، مديرانو، د سمینار تنظیموونکو او محصلانو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د فراه پوهنتون رئیس مولوي سمیع‌الله حقاني د سمینار له ټولو ګډونوالو او تنظیموونکو څخه مننه وکړه. نوموړي د شپږ ورځني اصلاحي سمینار د ګټو او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ګډونوال یې خپلو دیني، فکري او اخلاقي مسؤلیتونو ته متوجه کړل.

ورپسې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مفتي محمد خالد حامد د فراه پوهنتون له رهبرۍ او مېلمه‌پالنې څخه مننه وکړه. نوموړي یاد سمینار د نیمروز پوهنتون د محصلانو د دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د لوړولو په برخه کې مهم ګام وباله او د ورته سمینارونو ترسره کول یې د محصلانو د اخلاقي او فکري کچې د لوړولو لپاره مهم او ارزښتناک وبلل.

په پای کې، د فراه پوهنتون د رهبرۍ له لوري د سمینار ګډونوالو محصلانو ته ګډون‌لیکونه او د سمینار تنظیموونکو ته ستاینلیکونه ووېشل شول.

د شپږ ورځني اصلاحي سمینار مراسم د مفتي سراج‌احمد راشد له لوري د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۵۰
Background image

فراه پوهنتون کې د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)» ترسرلیک لاندې درې ورځنۍ ښوونيز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د برېښنایي زده‌کړو له اصلي کمېټې سره په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۹
Background image

فراه پوهنتون کې د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي» ترسرليک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

د فراه پوهنتون کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د کیمیا لابراتوار مدیریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي». . .

بیرته خبرونو ته