فزیک څانګه
لیدلوری
د فزیک څانګه غواړي چې د یوې باوري علمي او روزنیزې مرجع په توګه، د فزیک مسلکي استادانو په روزنه او د ټولنې د علمي او څېړنیز ظرفیت په لوړولو کې فعال او اغېزمن رول ولوبوي.
مأموریت
د فزیک څانګه ژمن دی چې د معیاري او عملي زده کړو په وړاندې کولو، د مسلکي استادانو په روزنه، د فزیک په برخه کې د علمي څېړنو په ترسره کولو، او د نوې زدهکړیزو طریقو په ترویج سره د زدهکړې د کیفیت په لوړولو او د ټولنې په علمي پرمختګ کې ونډه واخلي.
ارزښتونه
ارزښتونه د هر علمي څانګې فکري او اخلاقي بنسټونه جوړوي او د روزنیزو، څېړنیزو او مسلکي فعالیتونو لارښود ګڼل کېږي. د فزیک څانګه د دې خبرې په پوهېدو سره چې د فزیک علم د عصري پوهې په پراختیا او د مسلکي ځواک په روزنه کې مهم رول لري، ارزښتونه ټاکلي دي چې د اکادمیک معیارونو، ملي اړتیاوو او اسلامي اصولو سره سمون لري او د دې څانګې د علمي ودې لاره روښانه کوي.
د فزیک څانګې ارزښتونه
- په ټولو تدریسي، اداري او څېړنیزو فعالیتونو کې د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو پابندي.
- د هېواد نافذه قوانینو ته درناوی او په اکادمیک او اداري چارو کې د مسؤلیت منل.
- د مسلکي اخلاقو مراعات او د تدریس او روزنې په چاپیریال کې د هر ډول تبعیض مخنیوی.
- د استادانو او محصلانو تر منځ د سالمو او مؤثرو اړیکو پیاوړتیا د مثبت تدریسي چاپیریال د رامنځته کولو لپاره.
- د فزیک مسلکي کادر روزنه د مکاتب، دارالمعلمینونو او تعلیمي موسسو کې د معیاري تدریس لپاره.
- د ځوانو څېړونکو هڅونه او توانمندسازي او د هغوی د څېړنیزو فعالیتونو ملاتړ.
- د عملي زدهکړې ته ځانګړې پاملرنه د فزیک لابراتوارونو د تجهیز او پرمختګ له لارې.
- د معاصر ټکنالوژۍ کارول د تدریس او څېړنې د کیفیت د لوړولو لپاره.
- د استادانو او محصلانو لپاره د مسلک سره د علاقې او هڅونې چاپیریال رامنځته کول.
د فزیک څانګې د کاري ساحې تشریح
فارغالتحصیلان د فزیک څانګې د قوي علمي بنسټ، د طبیعي پدیدو د تحلیل مهارت، د لابراتواري، محاسباتي او تخنیکي وسایلو سره د کار توان، او د څېړنیزو طریقو سره د آشنایۍ په لرلو، په پراخو او متنوعو برخو کې دندې ترسره کولای شي. د فزیک رشته د ټکنالوژۍ، صنعت، انرژۍ، چاپیریال او فني علومو سره د ژور تړاو له امله، محصلانو ته پراخې کاري فرصتونه برابروي. د دې رشته د فارغالتحصیلانو مهمې کاري ساحې په منظم او جامع ډول په لاندې برخو ویشل شوي دي:
۱. روزنه او تدریس
- د فزیک مضمون تدریس په مکاتب، لیسو، لوړ تعلیمي موسسو او دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې.
- په خصوصي تعلیمي مرکزونو او کورسونو کې د فزیک لابراتوار استاد یا د ساینس ښوونکي په توګه فعالیت.
- د تعلیمي موادو په پراختیا، د لابراتواري لارښوونو چمتو کولو، او د روزنیزو ورکشاپونو په جوړولو کې د تعلیمي ادارو سره همکاري.
۲. علمي څېړنې
- په څېړنیزو مرکزونو، پوهنتونونو، تخصصي لابراتوارونو او علمي پروژو کې د نوو ټکنالوژیو د پراختیا په موخه فعالیت.
- د فزیک په مختلفو څانګو لکه بریښنایي فزیک، تجربوي فزیک، مواد، اپټیک، اتومي فزیک، محاسباتي فزیک او پیچلو سیستمونو کې څېړنه.
- د تولیدي صنعتونو سره همکاري د فني ستونزو د تحلیل او د علمي حل لارو وړاندې کولو په برخه کې.
۳. کار په دولتي ادارو او ملي موسسو کې
- په وزارتونو لکه تحصیلات عالی، معادن او انرژي، او چاپیریال کې د علمي سلاکار په توګه کار.
- په ملي او ولایتي کچه د علمي او تخنیکي پروژو سره همکاري.
۴. صنعت او ټکنالوژي
- په تخنیکي او صنعتي شرکتونو کې کار په برخو لکه د کیفیت کنټرول، د وسایلو تولید، د اندازهګیري سیستمونه او تولیدي لینونه.
- په فابریکو او صنعتونو کې فعالیت چې د فزیک، محاسباتي او لابراتواري مهارتونو لرونکو متخصصینو ته اړتیا لري.
- د برقي، الکترونیکي، میخانیکي او اپټیکي وسایلو د پرمختیا او ښهوالي په برخه کې همکاري.
۵. انرژي او چاپیریال
- په نوي کیدونکي انرژیو پروژو کې ګډون (لکه لمر، باد، اوبه) او په غیر نوي کیدونکي انرژیو کې فعالیت.
- د انرژۍ په ارزونې او مدیریت کې کار په صنعتي، ساختماني او خدماتي سکتورونو کې.
- د چاپیریالي ادارو سره همکاري د ککړتیا تحلیل، د چاپیریال د اغیزو ارزونه، او د زیان کمولو لپاره د حل لارو ډیزاین.
۶. کارآفریني او ابتکار
- د ورکشاپونو، وړو لابراتوارونو، تخنیکي یا خدماتي شرکتونو رامنځته کول چې د فزیک او ټکنالوژۍ سره تړاو لري.
- د ساده لابراتواري وسایلو، تعلیمي ابزارو، د اندازهګیري سیستمونو او ابتکاري وسایلو جوړول.
په ټوله کې، د فزیک فارغالتحصیلانو کاري ساحه پراخه، عملي او متحرکه ده. د طبیعت له قوانینو ژوره پوهه، د لابراتواري، محاسباتي او تحلیلي مهارتونو سره یو ځای، دوی د تعلیمي، صنعتي، انرژۍ، چاپیریال او څېړنیزو سکتورونو لپاره متخصص او اړین ځواک جوړوي. د فزیک څانګه د معیاري زدهکړې او رغنده څېړنیز چاپیریال په برابرولو سره هڅه کوي چې فارغالتحصیلان وروزي چې په ټولنې کې د علمي او تخنیکي پرمختګ په برخه کې مؤثر رول ولوبوي.
د فزیک رشته فارغالتحصیلانو تعریف
د فزیک د څانګې فارغالتحصیلان په پوهنتون فراه کې هغه کسان دي چې د فزیک څانګې په څلورکلنه تعلیمي دوره بشپړولو وروسته، د دې علم د بنسټیزو، نظری، عملي او محاسباتي مفاهیمو سره بشپړ آشنایي ترلاسه کوي. دوی د طبیعي پدیدو تحلیل کولو، په فزیک لابراتوارونو کې دقت او منطقي کار کولو، او د علمي ـ تجربوي میتودونو د مسلکي استعمال توان لري.
دا فارغالتحصیلان د نظری، عملي، ریاضي، الکترونیک، میخانیک، اپټیک او کمپیوټر مضمونونو زدهکړې له لارې اړین مهارتونه ترلاسه کوي ترڅو تدریس وکړي، علمي څېړنې ترسره کړي، په فزیکي لابراتوارونو کې فعالیت وکړي او په صنعتي، تخنیکي او تعلیمي پروژو کې همکاري وکړي.
د فزیک د فارغالتحصیلانو وړتیاوې:
- د کلاسیک او نوین فزیک بنسټیز مفاهیم (میخانیک، بریښنا او مقناطیس، اپټیک، ترمودینامیک، عصري فزیک، الکترونیک، فزیک جامدات او نورې څانګې) په تحلیلونو، ماډلسازي او عملي کارونو کې په مؤثره توګه کارول.
- په لابراتوارونو کې دقت، مهارت او د خوندیتوب اصولو رعایت سره د فزیکي وسایلو او تجهیزاتو کارول، دقیقې اندازهګیري کول، او د تجربوي نتایجو تحلیل او تفسیر.
- د ریاضي، محاسباتي میتودونو او علمي سافټویرونو څخه د پدیدو ماډلسازي، د پیچلو فزیکي مسئلو حل، او د تجربوي معلوماتو تحلیل لپاره استفاده.
- په تعلیمي، انرژۍ، ټکنالوژۍ، صنعت، چاپیریال، مخابراتو، جیوفزیک او اړوندو برخو کې مؤثر رول لوبول او د فزیک علم د علمي او تخنیکي ستونزو د حل لپاره کارول.
- په ځان کې د څېړنې، نوښت او انتقادي تفکر روحیه پیاوړې کول او د هېواد په علمي او تخنیکي پرمختګ کې فعال او رغنده ونډه لرل.
په پای کې، د فزیک د څانګې فارغالتحصیلان په پوهنتون فراه کې د ژورې پوهې، لابراتواري مهارتونو، علمي تحلیل توان، او اکادمیک تعهد په لرلو سره، کولی شي په علمي، صنعتي، تخنیکي او ټولنیز پرمختګ کې مؤثر او پایدار ګامونه پورته کړي. دوی د متخصص، توانمند او خلاق ځواک په توګه، د ملي او نړیوالو پروژو په همکارۍ کې وړتیا لري او ظرفیت لري چې د افغانستان په پرمختګ کې د پام وړ رول ولوبوي.
د فزیک څانګې مرامونه او موخی
د فزیک څانګې چې د دې تعلیمي او علمي موخيو انعکاس دی، د طرزالعملونو، لوایحو، مقررهګانو او د افغانستان د اسلامي امارت د تحصیلاتو د قانون مطابق ترتیب شوی او په واضح ډول د څانګې د اکادمیکو فعالیتونو لارښود ټاکي. د فزیک څانګې استادان د ټاکل شوو لوایحو او معیارونو سره سم مکلف دي چې خپلې تدریسي، علمي او څېړنیزې دندې په معیاري، مؤثره او مسلکي ډول ترسره کړي ترڅو د فزیک د استادانو، څېړونکو او متخصصینو روزنې زمینه برابره شي.
موخه د فزیک څانګې دا دی چې مسلکي کسان وروزي چې د فزیک ژوره پوهه او مهارتونه ولري، د نوې زدهکړیزې طریقو او معاصر ټکنالوژیو سره مجهز وي؛ داسې کسان چې د متوسطه، لیسو، دارالمعلمینونو، تحصیلاتو عالیو مؤسسو او پوهنتونونو په تدریس کې وړتیا ولري او همدارنګه د علمي، لابراتواري او څېړنیزو فعالیتونو په برخه کې مؤثره ونډه ولري. فارغالتحصیلان د دې څانګې د نظری، عملي او تخنیکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره په تعلیمي، علمي، صنعتي او چاپیریالي مؤسسو کې جذبېدلی شي.
اساسي (استراتېژیک) موخي د فزیک څانګې:
- د فزیک مسلکي استادانو روزنه او چمتو کول د هېواد اړتیاوو سره سم په متوسطه، لیسه او تحصیلاتو عالیو کچو کې.
- د فزیک استادانو هڅونه او ملاتړ د ماستري او دوکتورا پروګرامونو کې د ګډون لپاره، په کور دننه او بهر کې.
- د علمي څېړنو پراختیا او پیاوړتیا په مختلفو فزیکي څانګو کې لکه تجربوي فزیک، بریښنایي فزیک، عصري فزیک، فزیک مواد، اپټیک، انرژي او نورې څانګې.
- د څانګې د کیفیت لوړول او اعتبار ورکول د خپلواکه ارزونې، د کیفیت د تضمین معیارونو تطبیق او د اکادمیکو فعالیتونو پراختیا له لارې.
- د فزیک د تدریس منظم او معیاري سیستم رامنځته کول او پیاوړتیا، چې پکې نظری، عملي او لابراتواري زدهکړه شامله وي.
- د تعلیمي پلان ترتیب او بیاکتنه د ټولنې، د کار بازار او عصري علمي پرمختګونو اړتیاوو سره سم.
- د لکچر نوتونو پراختیا او د درسي کتابونو په معیاري او جامع ډول ترتیب مطابق اکادمیک معیارونه او د محصلانو اړتیاوې.
- د فزیک لابراتوارونو پیاوړتیا او د عملي زدهکړې لپاره شرایط برابرول ترڅو د محصلانو تجربوي او تحلیلي مهارتونه لوړ شي.
- د کورنیو او بهرنیو مؤسسو سره د علمي او څېړنیزو همکاريو پراختیا ترڅو د استادانو او محصلانو علمي ظرفیت لوړ شي.
د استادان احصائیه
|
نوم او تخلص |
تحصیلی کچه |
اختصاصی رشتۀ |
علمی رتبۀ |
کاری تجربۀ |
|
یما اصیل |
ماستر |
پاور برق |
پوهنیار |
7 سال |
|
همایون حکیمی |
ماستر |
گرانش او کیهان پیژندنه |
پوهنیار |
8 سال |
|
حامد طیب |
ماستر |
جامدات |
پوهنمل |
10 سال |
|
عبدالوارث صدیقی |
ماستر |
جامدات |
پوهنیار |
11 سال |
د تېرو پنځو کلونو د محصلانو احصایه د منفکی او تاجیلی په ګډون
|
کال |
نوي مشمولین |
منفک |
د منفکي فیصدي |
تاجیل |
د تاجیلی فیصدي |
|
1404 |
3 |
0 |
%0 |
0 |
0% |
|
1403 |
0 |
0 |
%0 |
0 |
0% |
|
1402 |
7 |
0 |
%0 |
1 |
14% |
|
1401 |
2 |
0 |
%0 |
0 |
0% |
|
1400 |
15 |
0 |
%0 |
1 |
7% |
د ښووني او روزني پوهنځي د اتو څانګو د فارغالتحصیلانو احصایه د ۱۴۰۲، ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کلونو لپاره
|
ملاحظات |
1404 |
1403 |
1402 |
څانګه |
|
|
3 |
4 |
3 |
فزیک |