پښتو څانګه

شالید او پېژندنه

پښتو څانګه په ( ۱۳۹۲ ل) کال د فراه لوړو زده­کړو مؤسسې د ښووني او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د دوو کادري بستونو په لرلو سره خپل فعالیت پيل کړ. اوس­مهال (۶) کادري غړي لري، چې په اوو دورو کې یې(۲۲۰) تنه فارغ او په دولتي او خصوصي سکتورونو کې په دندو ګمارل شوي دي او د ټولنې په پرمختګ کې یې خورا مهم رول لوبولی دی. دم­ګړی (۵۰) تنه زده­کړیالان په زده­کړو بوخت دي.

پښتو څانګه د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې زده­کړیالان روزي او د ژبې د غږونو، آوازونو، ګرامر، نحو، فنون، متون، د پښتو ژبې او ادبیاتو تاريخونو په برخه کې خورا مهمې او عصري زده­کړې تر خپلو زده­کړیالانو پورې رسوي او د څېړنې، ژباړې، فولکلور، شعر او نظم په برخو کې ښه او منظم معلومات وړاندې کوي.

د پښتو څانګې زده­کړیالان د تحقیق سره آشنا کړي او د څېړنې ډولونه، تکنیکونه او مېتودونه خپلو زده­کړیالانو ته ښیي او د ژباړې په اصولو یې پوهوي او ټولنې ته یې د مسلکي ښوونکو، ژباړونکو او څېړونکو د په توګه وړاندې کوي،چې تر ډېره حده بریالۍ او کامیابه ده.

      پښتو څانګې هڅه کړې ده، ترڅو د پښتو ژبې د شعر سره د زده­کړیالانو آشنایي زیاته کړي او د پښتو فولکلور د له منځه تلو مخنيوي لپاره زده­کړیالانو ته دندې ورکړل شوي دي، څو د افغانستان د بېلابیلو سیمو فلکلور راټول او د له منځه تلو مخه یې ونیول شي.

 

موخې

۱. په اسلامي، ملي او وطني روحیه د زده کړیالانو روزل؛

۲. په درسي روحیه د زده کړیالانو روزل، چې په اوس او راتلونکي کې د افغاني ټولنې په علمي، فني، کلتوري او د کار او ژوند په ټولو برخو کې فعاله او اغېزمنه برخه ولري.

۳. د ژبپوهنې او ادبپوهنې په برخه کې د زده کړیالانو علمي او فکري سویې لوړول؛

۴. د اوسنۍ او معاصرې ټکنالوجۍ سره د زده کړیالانو آشنا کول؛

۵. په ژبنیزه برخه کې د فني، مسلکي او اداري ماهرو کادرونو روزل؛

۶. د زده کړیالانو د سم لیکلو او سم ویلو مهارتونو لوړول؛

۷. د پښتو ژبې په لرغونو، کلاسیکو، معاصرو متونو(نظم ـ نثر) او ادبیاتو د محصلانو پوهول؛

۸. د پښتو ژبې د تدریس لپاره په هر اړخیز ډول د مسلکي ښوونکو روزل؛

۹. د تدریسي مېتودونو سره د زده کړیالانو بلدتیا او د هغه عملي کارونه؛

 

      لرلید

د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه د هېواد ښوونځیو لپاره مسلکي او متخصص ښوونکي روزي، چې په ملي کچه به د پښتو ژبې او ادبیاتو د تدریس او څېړنو په برخه کې پیژندل شوې څانګه وي

 

 

رسالت

       پښتو څانګه زیار باسي، چې د نورو کارونو سره سره د زده کړې او تحصیل، پرکتیک او څېړنو یو پرمختللی چاپیریال، چې په پرمختللي او عصري ټکنالوجۍ سره سمبال وي. د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره رامنځته کړي؛ ترڅو په کې د علمي، تدریسي او اداري پرسونل د ورځنیو چارو د ښې اجراء او د زده کړیالانو د تحصیل لپاره ټولې آسانتیاوې موجودې وي. د تحصیل او څېړنو یو داسې مرکز وي، چې په هغه کې اکاډمیکي آسانتیاوي لکه: معلوماتي ټکنالوجي ،کتابتون او د څېړنې نور امکانات موجود وي، چې دغه مواد د نوموړې څانګې لومړنی او اساسي رسالت تشکیلوي.

 

ارزښتونه

پښتو څانګه د اسلامي او ملي دودونو د مراعت کلکه ملاتړې ده او په ټوله ملي او اسلامي روحیه د اسلامي امارت د قوانینو د پلي کېدو مسولیت او ته د ژمنه ده، چې لاندې ټولو ارزښتونو ته پوره درناوی لري.

  • اسلامي بنسټونو ته درنـاوی
  • د قـــــوانــیــنــو درنــــاوی
  • د مـــســؤلـیـت احـــسـاس
  • د مــلـي دودونـو مـراعـات
  • اخــــلاقــي ارزښــــتـونـــه
  • د دندې او مسلک سره مینه
  • لـه تــبـعیـض څــخـــه ډډه
  • د استادانو او زده کړیالانو ترمنځ ښې اړیکې درلودل؛

 

د څانګو دندې او واکونه

هره څانګه لاندې دندې او واکونه لري:

۱د زده کړه ییزو فعالیتونو مدیریت: د زده کړه ییزو پروګرامونو، ستاژ، پروژو، پای لیکونو (مونوګرافونه، د دیپلوم پروژې، سیمینارونه او تېزسونه) او د محصلینو د کنفرانسونو نظارت.

۲د علمي او څېړنیزو فعالیتونو ترویج: د علمي خدماتو تسهیل، تنظیم او وړاندې کول.

۳د زده کړه ییزو پلانونو او برنامو پراختیا او نظارت: د سرفصلونو طرحه او د کیفیت د تضمین لپاره نظارت.

۴. د پوهې او تحصیلي معیارونو لوړول: د پوهې او تحصیلي صلاحیتونو د ښه کولو لپاره فرصتونه رامنځته کول.

۵د بورسونو لپاره کاندیدانو معرفي کول: د شایسته کاندیدانو پېژندنه او د بورسونو، زده کړه ییزو پروګرامونو او د څانګې علمي او څېړنیزو غونډو ته معرفي کول.

۶د محول شویو آثارو ارزونه: د کادري غړو او نورو اړوندو ذینفعانو لخوا محول شویو آثارو ارزونه.

۷د علمي او څېړنیزو اړتیاوو تشخیص: په اړوندو برخو کې د علمي او څېړنیزو اړتیاو پېژندنه او د لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو رامنځته کول.

۸د کادري بستونو او علمي ترفیع وړاندیز: د کادري بستونو لپاره وړاندیز، د علمي ترفیع، د علمي رتبې تأیید او د تقرر او انفکاک وړاندیزونه.

 

 

د علمي کادر غړي

 

NO نوم تخلص ولد علمي رتبه تحصیلي رتبه د تقرر کال CV
1 شریف الله ملال جنت ګل پوهنیار ماستر 1392 @mdo
2 خلیل احمد برهانی نوراحمد پوهنیار ماستر 1392 @Burhani
3 عبدالبصیر رحمانی عبدالرزاق پوهنیار ماستر 1394 @fat
4 شفیق حقمل محمدهاشم پوهنیار ماستر 1394  
5 محمدحسین میاخیل جان بادشاه پوهنیار ماستر 1402 @fat
6 محمدعثمان نورزی زلمی نوماندپوهنیار لیسانس 1402 @fat