د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او غالب پوهنتون(هرات څانګه) ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو په پار ناسته او لیدنه

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۷:۲۶
farau

د شنبې په ورځ د (۱۴۰۲ل) کال د وري/حمل مياشتې‌(۲۶) نیټه چي د (۱۴۴۴س) کال د رمضان المبارک میاشتې له (۲۴) نېټې سره یې سمون درلود، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او غالب پوهنتون(هرات څانګه) ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په موخه لیدنه او ناسته وسوه.
د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او غالب پوهنتون(هرات څانګه) رهبري پلاوو د یادو تحصلیلي بنسټونو د لا پياوړتیا په غرض سره ولیدل او هر یو په خپله برخه کې د علمي او اکاډمیکو چارو د لا پرمختګ هیله څرګنده کړه. 
په دې ناستې سره د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او غالب پوهنتون(هرات څانګه) ترمنځ د زده‌کړیالانو ډیټابس، څېړنو، د استادانو د علمي مقالو پر چاپ او خپرولو او پر نورو اکاډمیکو برخو به دوه اړخیزه هوکړه‌لیک په نږدې راتلونکي کي لاسلیک سي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته