فراه پوهنتون کې د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي» ترسرليک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو
د فراه پوهنتون کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د کیمیا لابراتوار مدیریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي» ترسرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو.
د دغه روزنیز سمینار موخه د اداري کارکوونکو د پوهاوي لوړول، د اور وژنې له بېلابېلو وسایلو سره د هغوی بلدتیا، د اور وژنې وسایلو د سمې کارونې د طریقې زدهکړه او د احتمالي اورلګېدنې پر مهال د مناسب او پر وخت غبرګون لپاره د کارکوونکو د چمتووالي پیاوړتیا وه.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته، د کیمیا لابراتوار مدیر ښاغلي محمد علیزی د سمینار ګډونوالو ته د اور وژنې وسایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د اور وژنې د وسایلو د ډولونو، پېژندنې، د کارونې د څرنګوالي او د هرې وسیلې د مناسب استعمال په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، ګډونوالو ته د اورلګېدنې د رامنځته کېدو پر مهال د لومړنیو اقداماتو، د اور د ډولونو د پېژندنې او د مناسبې اور وژونکې وسیلې د انتخاب په اړه عملي او مسلکي معلومات وړاندې شول.
په روزنیز سمینار کې ټینګار وشو چې د اور وژنې وسایلو پېژندنه او د هغوی سمه کارونه د انساني ژوند، ودانیو، وسایلو او نورو شته امکاناتو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ له همدې امله اړینه ده چې کارکوونکي له یادو وسایلو سره بشپړه بلدتیا ولري او د اړتیا پر مهال ترې په سمه او خوندي توګه استفاده وکړي.
د سمینار په پای کې ګډونوالو ته د اور وژنې وسایلو د کارونې اړوند لازمې لارښوونې وړاندې شوې او د هغوی پوښتنو ته د موضوع د وړاندې کوونکي له لوري لازم وضاحتونه ورکړل شول.
دغه روزنیز سمینار د فراه پوهنتون د اداري کارکوونکو د مسلکي او خوندیتوب اړوند پوهاوي د لوړولو او د احتمالي پېښو پر وړاندې د هغوی د چمتووالي د پیاوړتیا په موخه ترسره شو.
او سمينار د خير په دعا سره پای ته ورسېد.
