د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې خپل ممتاز محصلین وستایل

farau_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۱:۵۹
Farau.admin

د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې په ۱۶/ ۳ / ۱۴۰۲ نېټې د څانګې د (۱۴۰۱ل) تحصیلي کال د لومړي سمستر ممتاز محصلان په ستاینلیکونو وستایل. دا هغه محصلان دي، چې له وړاندې یې د دې څانګې په کچه علمي مقالې لیکلي وي. دې غوڼدې ویاندويي د ښاغلي شیر محمد حقجو پر غاړه وه، یاده غوڼده د مولوي عزیزالله عطایی د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. 
له تلاوت څخه وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي خلیل احمد برهاني وینا وکړه او د دې څانګې له آمر او استادانو څخه مننه وکړه، چې د محصلانو د پرمختګ لپاره داسې پروګرامونه پر لاره اچوي او زیاته یې کړه، چې د ښوونې او روزنې پوهنځی د پوهنتون د ریاست د هدایت له مخې غواړي چې په نږدې راتلونکي کې د پوهنځي په کچه د مقالې لیکنې سیالۍ پر لاره واچوي. 
له دې وروسته د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې آمر ښاغلي پوهنیار رحمت الله مهرباني هم خبرې وکړي، ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي که به داسې نورې تشویقي برنامې زیاتوي. 
په پای کې د مقالې لیکنې ممتاز محصلان هر یو ښاغلی محمدصالح، عزیز الله عطایي، زین الله حیدري، محمد نادر اسلمي، عبدالله صالح، عبدالغفار عرفان او محمد قاسم صدیقي ته ستاینلیکونه ورکړل سوه او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د پوهنتون فراه دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون په مسجد شریف کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار د فراه پوهنتون ټول پرسونل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۸
Background image

فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه.

غونډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۵۱
Background image

د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د فراه پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د (بُن کنفرانس او د افغانستان سیاسي برخلیک) تر سرلیک لاندې فکري ـ اصلاحی سمینار د یاد علمي بنسټ د استادانو او اداري کارکوونکو سیاسي پوهاوي او. . .

بیرته خبرونو ته