د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر نویو مقرر شوو غړو لپاره سمینار دایر شو

farau_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۱:۴۹
Photo

د پنجشنې ورځ د (۱۴۰۲ ه.ل) کال د سنبلې میاشتې (۹) نېټه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر نوېو مقرر سوو غړو ته د پوهنتون او لوړو زده‌کړو وزارت د قوانینو، لوایحو او طرزالعملونو د تشریح په موخه د یادې مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې سمینار دایر شو.
یاد سمینار د یادې مؤسسې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمر ښاغلي پوهنیار حسیب الله ایازي لخوا وړاندې شو. 
په دې سمینار کې د پوهنتون او اړوند واحدونو معرفي، د علمي کادر غړو مکلفیتونه او مسئولیتونه، د علمي کادر غړو د رتبو تثبیت، ترفیع، د لارښود استاد دندې، ژمنې، د پوهنځي رئیس، د څانګو آمرینو او استادانو دندې او ... هر اړخیزه معلومات وړاندې سول او په پای کې د استادانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل. 
د یادونې وړ ده، چې په دې سمینار کې د شرعیاتو پوهنځي د دوو څانګو څخه ۱۲ تنو استادانو ګډون کړی وو.
یاد سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته