پښتو څانګه
شالید او پېژندنه
پښتو څانګه په ( ۱۳۹۲ ل) کال د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د ښووني او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د دوو کادري بستونو په لرلو سره خپل فعالیت پيل کړ. اوسمهال (۶) کادري غړي لري، چې په اوو دورو کې یې(۲۲۰) تنه فارغ او په دولتي او خصوصي سکتورونو کې په دندو ګمارل شوي دي او د ټولنې په پرمختګ کې یې خورا مهم رول لوبولی دی. دمګړی (۵۰) تنه زدهکړیالان په زدهکړو بوخت دي.
پښتو څانګه د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې زدهکړیالان روزي او د ژبې د غږونو، آوازونو، ګرامر، نحو، فنون، متون، د پښتو ژبې او ادبیاتو تاريخونو په برخه کې خورا مهمې او عصري زدهکړې تر خپلو زدهکړیالانو پورې رسوي او د څېړنې، ژباړې، فولکلور، شعر او نظم په برخو کې ښه او منظم معلومات وړاندې کوي.
د پښتو څانګې زدهکړیالان د تحقیق سره آشنا کړي او د څېړنې ډولونه، تکنیکونه او مېتودونه خپلو زدهکړیالانو ته ښیي او د ژباړې په اصولو یې پوهوي او ټولنې ته یې د مسلکي ښوونکو، ژباړونکو او څېړونکو د په توګه وړاندې کوي،چې تر ډېره حده بریالۍ او کامیابه ده.
پښتو څانګې هڅه کړې ده، ترڅو د پښتو ژبې د شعر سره د زدهکړیالانو آشنایي زیاته کړي او د پښتو فولکلور د له منځه تلو مخنيوي لپاره زدهکړیالانو ته دندې ورکړل شوي دي، څو د افغانستان د بېلابیلو سیمو فلکلور راټول او د له منځه تلو مخه یې ونیول شي.
موخې
۱. په اسلامي، ملي او وطني روحیه د زده کړیالانو روزل؛
۲. په درسي روحیه د زده کړیالانو روزل، چې په اوس او راتلونکي کې د افغاني ټولنې په علمي، فني، کلتوري او د کار او ژوند په ټولو برخو کې فعاله او اغېزمنه برخه ولري.
۳. د ژبپوهنې او ادبپوهنې په برخه کې د زده کړیالانو علمي او فکري سویې لوړول؛
۴. د اوسنۍ او معاصرې ټکنالوجۍ سره د زده کړیالانو آشنا کول؛
۵. په ژبنیزه برخه کې د فني، مسلکي او اداري ماهرو کادرونو روزل؛
۶. د زده کړیالانو د سم لیکلو او سم ویلو مهارتونو لوړول؛
۷. د پښتو ژبې په لرغونو، کلاسیکو، معاصرو متونو(نظم ـ نثر) او ادبیاتو د محصلانو پوهول؛
۸. د پښتو ژبې د تدریس لپاره په هر اړخیز ډول د مسلکي ښوونکو روزل؛
۹. د تدریسي مېتودونو سره د زده کړیالانو بلدتیا او د هغه عملي کارونه؛
لرلید
د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه د هېواد ښوونځیو لپاره مسلکي او متخصص ښوونکي روزي، چې په ملي کچه به د پښتو ژبې او ادبیاتو د تدریس او څېړنو په برخه کې پیژندل شوې څانګه وي
رسالت
پښتو څانګه زیار باسي، چې د نورو کارونو سره سره د زده کړې او تحصیل، پرکتیک او څېړنو یو پرمختللی چاپیریال، چې په پرمختللي او عصري ټکنالوجۍ سره سمبال وي. د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره رامنځته کړي؛ ترڅو په کې د علمي، تدریسي او اداري پرسونل د ورځنیو چارو د ښې اجراء او د زده کړیالانو د تحصیل لپاره ټولې آسانتیاوې موجودې وي. د تحصیل او څېړنو یو داسې مرکز وي، چې په هغه کې اکاډمیکي آسانتیاوي لکه: معلوماتي ټکنالوجي ،کتابتون او د څېړنې نور امکانات موجود وي، چې دغه مواد د نوموړې څانګې لومړنی او اساسي رسالت تشکیلوي.
ارزښتونه
پښتو څانګه د اسلامي او ملي دودونو د مراعت کلکه ملاتړې ده او په ټوله ملي او اسلامي روحیه د اسلامي امارت د قوانینو د پلي کېدو مسولیت او ته د ژمنه ده، چې لاندې ټولو ارزښتونو ته پوره درناوی لري.
- اسلامي بنسټونو ته درنـاوی
- د قـــــوانــیــنــو درنــــاوی
- د مـــســؤلـیـت احـــسـاس
- د مــلـي دودونـو مـراعـات
- اخــــلاقــي ارزښــــتـونـــه
- د دندې او مسلک سره مینه
- لـه تــبـعیـض څــخـــه ډډه
- د استادانو او زده کړیالانو ترمنځ ښې اړیکې درلودل؛
د څانګو دندې او واکونه
هره څانګه لاندې دندې او واکونه لري:
۱. د زده کړه ییزو فعالیتونو مدیریت: د زده کړه ییزو پروګرامونو، ستاژ، پروژو، پای لیکونو (مونوګرافونه، د دیپلوم پروژې، سیمینارونه او تېزسونه) او د محصلینو د کنفرانسونو نظارت.
۲. د علمي او څېړنیزو فعالیتونو ترویج: د علمي خدماتو تسهیل، تنظیم او وړاندې کول.
۳. د زده کړه ییزو پلانونو او برنامو پراختیا او نظارت: د سرفصلونو طرحه او د کیفیت د تضمین لپاره نظارت.
۴. د پوهې او تحصیلي معیارونو لوړول: د پوهې او تحصیلي صلاحیتونو د ښه کولو لپاره فرصتونه رامنځته کول.
۵. د بورسونو لپاره کاندیدانو معرفي کول: د شایسته کاندیدانو پېژندنه او د بورسونو، زده کړه ییزو پروګرامونو او د څانګې علمي او څېړنیزو غونډو ته معرفي کول.
۶. د محول شویو آثارو ارزونه: د کادري غړو او نورو اړوندو ذینفعانو لخوا محول شویو آثارو ارزونه.
۷. د علمي او څېړنیزو اړتیاوو تشخیص: په اړوندو برخو کې د علمي او څېړنیزو اړتیاو پېژندنه او د لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونو رامنځته کول.
۸. د کادري بستونو او علمي ترفیع وړاندیز: د کادري بستونو لپاره وړاندیز، د علمي ترفیع، د علمي رتبې تأیید او د تقرر او انفکاک وړاندیزونه.
د علمي کادر غړي
NO | نوم | تخلص | ولد | علمي رتبه | تحصیلي رتبه | د تقرر کال | CV |
---|---|---|---|---|---|---|---|
1 | شریف الله | ملال | جنت ګل | پوهنیار | ماستر | 1392 | @mdo |
2 | خلیل احمد | برهانی | نوراحمد | پوهنیار | ماستر | 1392 | @Burhani |
3 | عبدالبصیر | رحمانی | عبدالرزاق | پوهنیار | ماستر | 1394 | @fat |
4 | شفیق | حقمل | محمدهاشم | پوهنیار | ماستر | 1394 | |
5 | محمدحسین | میاخیل | جان بادشاه | پوهنیار | ماستر | 1402 | @fat |
6 | محمدعثمان | نورزی | زلمی | نوماندپوهنیار | لیسانس | 1402 | @fat |