د عامه پالیسۍ څانګه

پېژندنه

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د عامه پالیسۍ څانګه د ټولنې د اړتياوو او ستونزو په رڼا کې د مؤثرو پالیسیو د جوړولو او پلې کولو لپاره ځانګړې شوې ده. هدف یې د علمي څېړنو او عملی تجربو له لارې د عامه پالیسۍ په برخه کې نوښت او پرمختګ رامنځته کول دي. دا څانګه د پالیسۍ جوړونې، د معلوماتو تحلیل او د ټولنیزو اړتیاوو په اړه د پوهې پراختیا لپاره د سمینارونو، ورکشاپونو، او کنفرانسونو له لارې د متخصصو او مسلکي محصلینو روزنه کوي. د پالیسۍو تحلیل او ارزونه، مشورتي خدمات، د څېړنیزو پروژو ملاتړ او د نوو پالیسیو د تطبیق لپاره لارښوونې یې عمده خدمتونه دي. دا څانګه د علمي - څېړنیزو  فعالیتونو له لارې هڅه کوي، چې د ټولنې د هوساینې لپاره مؤثره او پایداره پالیسۍ او حل لارې وړاندې کړي. دا یوه نوې څانګه ده چې د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته په شمالي امریکا او اروپا کې رامنځته شوه. د دې څانګې موخه د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو څېړنه ده. د بېلابېلو هېوادونو د ستونزو زیاتېدل، د عامه سکتور پراختیا او په پوهنتونونو کې د څېړونکو د علاقې زیاتېدل د دې سبب شو، چې عامه پالیسۍ د یوې نوې او مهمې څانګې په توګه وپېژندل شي. د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د حکومتونو په رول او ونډې کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي پالیسۍ او پلان جوړونې ځانګړی اهمیت ترلاسه کړی. په افغانستان کې د عامه پالیسۍ څانګه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۰ لمریز کال په جریان کې د کابل، ننګرهار او بلخ پوهنتونونو د عامه ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځیو په چوکاټ کې تأسیس او وروسته بیا دغه څانګه  په ۱۴۰۲ کال کې د هرات پوهنتون او د فراه  لوړو زده‌کړو مؤسسې په پوهنځیو کې رامنځته شوه.

لیدلوری

د عامه پالیسۍ څانګه د نوښت، څېړنې او اخلاقي معیارونو پر اساس وړ کادرونه روزي، د شواهدو پر بنسټ پالیسۍ پیاوړې کوي، د ټولنې ستونزو ته اغېزمن حلونه وړاندې کوي او په ملي کچه د باور وړ علمي مرکز ګرځي.

رسالت

د عامه پالیسۍ څانګه د نافذه قوانینو او علمي معیارونو په رڼا کې د لوړ کیفیت زده‌کړو، څېړنو او د معلوماتو د اغېزمن تحلیل له لارې د محصلینو تحلیلي وړتیاوې پیاوړې کوي، د نوښت او شمولیت پر بنسټ د پالیسي جوړونې پروسه تقویه کوي او د ټولنې د اړتیاوو مطابق پایدارې او اغېزمنې حل‌لارې رامنځته کوي.

موخې

  1. ټولنیزې ستونزې تحلیل او حل کول؛
  2. د عامه پالیسۍو په برخه کې څېړنه او نوښت؛
  3. د عامه سرچینو مدیریت لوړول؛
  4. د دولتي او حکومتي ظرفیتونو پیاوړتیا؛
  5. د عدالت او ټولنیز مساوات پالیسۍ ملاتړ؛
  6. اقتصادي او ټولنیزو پالیسۍو پراختیا؛
  7. د عامه اداراتو کي د پالیسۍ جوړولو لپاره د مسلکي کادرونو روزل او تربیه کول.

ارزښتونه

  1. د اسلامي عقایدو او ملي ارزښتونو پابندي؛
  2. د خدمتونو په وړاندې کولو او پالیسۍ جوړونه کې اغېزمنتوب؛
  3. په پالیسۍ جوړونه کې د خلکو او ادارو ګډون؛
  4. په عامه پالیسۍ جوړونه کې نوښت او ابتکار؛
  5. د ټولنیزو او حکومتي چارو لپاره صداقت، امانتداري او اکاډمیکې آزادۍ ته ژمنتیا؛